په قرغیزستان کې لږترلږه ۳۰ بهرني محصلان ټپیان شوي
![په قرغیزستان کې لږترلږه ۳۰ بهرني محصلان ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-6d4b-08dc773673f5_tv_w800_h450.jpg)
د قرغیزستان حکومت ویلي چې د مې د میاشتې د اوولسمې او اتلسمې په شپه کې په پلازمېنه بشکیک کې د بهرنیانو په شمول ۳۰ محصلان ژوبل شوي دي.
داسي ښکاري چې ځايي اوسیدونکي په بهرنیو محصلانو او کډوالو پارېدلي وي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، دا تاوتریخوالی د پاکستان له دیپلوماتیک غبرګون سره مخامخ شوی دی. د هند او پاکستان چارواکو په بشکیک کې خپلو اتباعو ته ویلي چې د اوسیدو له ځایونو ونه وځي.