د طالبانو حکومت یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو له وجې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی دی
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مې پر ۱۲مه بغلان ته تللی او هلته یې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره لیدلي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۱مه د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو په سېلابونو کې د وژل شویو جنازې وکړې او مړي یې خاورو ته وسپارل.