Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2026
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په افغانستان کې د ښځو د ژوند کړکېچ؛ لوږه، بې‌وزلي او د مرستو بېړنۍ اړتیا

0

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او «د بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت کاري ډله» وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې د ښځو د حقونو د ناورین او بد بشري وضعیت له امله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دې دواړو سازمانونو په یوه نوي تحلیل کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کورنۍ د ژوند د دوام لپاره د ماشومانو کار، سوال کولو او په کم عمر د خپلو لوڼو د ودولو په څیر خطرناکو تګلارو ته مخه کړې ده.

د کندهار ولایت اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور راضیه وايي. "اولادونه مې له شپې تر سهاره وږي تږي کېني، هغوی ما ته ګوري او ژاړي او زه هغوی ته ګورم ژاړم."

دا د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګټونکې ده، وايي اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو دې ته اړه کړې چې له خپلو ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره مرسته وغواړي، خو په خبره یې، کار هم تل نه پیدا کېږي او ډیری ورځې له څه ترلاسه کولو پرته تیروي.

دې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه.

"کورونو ته یې اوبه وړلې، لس لس افغانۍ یې ورکولې، هغوی کراچۍ کې اوبه ور وړلې او ما کله یو ځای کله بل ځای کار کاوه او ډوډۍ مې راوړله، اوس دا هم نشته، څوک نشته چې کار راکړي، هره ورځ کار نه پیدا کېږي، زه کورونو کې تشنابونه مینځم، جامې مینځم، کورونه جارو کوم، اتو کوم."

د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې یوې بلې مېرمنې هم وویل چې له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې د خپلو درې ماشومانو سرپرستي ور له غاړې ده.

دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو وویل، ځینې وختونه ان د یو وخت لپاره د مناسب خوراک چمتو کولو توان هم نه لري.

"په خدای چې نه غوړي نه اوړه مو کور کې پیدا کېږي، ځینې وخت ځینې مرستندویان لږ اوړه او غوړي مرسته کوي، ماشومان مې ډېری وخت یوازې وچه ډوډۍ خوري نو کله هم که څوک پاتې شونې خواړه راکړي، په هماغه شپه او ورځ تېروو."

دا افغان ښځې داسې مهال د خپل ژوند د سختیو کیسې کوي چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او «د بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت کاري ډله» وايي، افغانستان لاهم په نړۍ کې د ښځو د حقونو او بشري ناورینونو سخت وضعیت تجربه کوي، هغه ناورین چې د دې بنسټونو په ټکو، نږدې ۱۱ ملیونه ښځې او نجونې یې بیړنۍ مرستې ته اړې کړې دي.

دې دواړو بنسټونو په یوه تحلیل کې چې "په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بشري برخو جنسیتي تحلیل" په نوم د پنجشنبې په ورځ د «مۍ په ۷مه» د ملګرو ملتونو په ریلیف وېب پانه خپور شوی، ویلي چې ۸۳ سلنه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي بې کاري یا بې وزلي خپله اصلي ستونزه بولي.

په دې تحلیل کې راغلي چې اقتصادي ناورین، د اقلیمي شوکونه، د ښځو په کار او تګ راتګ د طالبانو محدودیتونو، د بشري مرستو کموالي او د خوړو د نه خوندیتوب زیاتوالي د ښځو په مشرۍ کورنیو باندې د پام وړ فشارونه زیات کړي دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا د ښځو په مشرۍ ۴۳ سلنه کورنۍ د په معیشتي بیړني حالت کې وې او د ژوندي پاتې کیدو او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې خطرناکو او ځینې وختونه نه بدلیدونکي اقداماتو ته مخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او «د بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت کاري ډلې» تحلیل کې زیاته شوې چې سوال کول یا خیریه مرستو پورې تړاو، د بې وزلۍ او د خوړو د کمښت له امله د نجونو ژر ودول، له کوره بهر د کار لپاره د ماشومانو لیږل، او د خوړو د نشتوالي له امله د روغتیایي لګښتونو کمول له هغو منفي تګلارو څخه دي چې دې کورنیو ناورین سره د مقابلې لپاره ورته مخه کړې ده.

دې تحلیل کې دا هم راغلي چې د خوړو د اخیستلو یا د خوړو پېرلو لپاره د پیسو پور کول، د خوړو د کمښت له امله د سپما کارول، له ښوونځي د ماشومانو ایستل، او د خوړو د تامینولو لپاره د کورنیو توکو ګرو کول په دې کورنیو کې نورې منفي او بیړنۍ تګلارې دي.

په دې ۳۳ مخییز راپور کې د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه سیستماتیک محدودیتونو، د ښځو او نجونو لپاره د بشري فضا کمښت، د اقتصادي ناوریتونو، کډوالۍ او چاپیریالي خطرونو له امله د ښځو زیانګالتوب، او د ساتنې، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، تعلیم، روغتیا، تغذیه، سرپناه، او د اوبو او حفظ الصحې خدمتونو اړوند ستونزو ته هم اشاره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او «د بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت کاري ډلې» د دې ناورین د ختمولو لپاره ښځو سره د مرستو زیاتولو، خوړو، روغتیا، تعلیم او نورو اساسي خدمتونو ته د دوی د لاسرسي ښه کولو، د ښځو د ژوند ملاتړ او د اقتصادي او اقلیمي ناورینونو د خطرونو کمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د دوی له بیا واکمنېدو وروسته یې په دغه هیواد کې د ښځو په تعلیم، کار او تګ راتګ باندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

په ورته وخت کې اقتصادي ناورین، د نړیوالو مرستو کمښت، پرلپسې وچکالیو او مخ په زیاتیدونکې بې کارۍ په ملیونونو کورنۍ د ژوندانه د دوام په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اوسني بشري ناورینونو له امله له ترټولو زیان منونکوڅخه دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net