د ژغورنې نړیواله کمېټه: د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۲۲ زره افغان پناهغوښتونکو ته امر شوی چې له اروپايي هېوادونو ووځي
د ژغورنې نړیواله کمیټه (ای ار سي) وايي د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ۲۲ زرو زیاتو افغان کډوالو ته له اروپایي هیوادونو د وتلو امر تر لاسه کړی دی.
دې کمیټې په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، کوم افغانان چې اوس ایستل کیږي، داسې هیواد ته بیرته استول کېږي چې نه شي کولای د دوی خوندیتوب تضمین کړي.
یو شمیر افغانان چې په اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي او دا دستور یې ترلاسه کړی هم وايي، یو ناڅرګند او اندیښمنونکي، راتلونکي سره مخ دي.
