پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی
د پاکستان-ایران د ټرانزیټي دهلېز له پرانیستلو وروسته، پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی دی.
د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د افغانستان پر لارې د خپلې تکیې کمولو په هدف د دې هېواد لپاره نوې لارې بلل کېږي، هغه لاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړو او کړکېچونو وروسته بنده شوې ده.
خو ایا دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د پاکستان لپار بدیل او د اسلام اباد په ګټه د افغانستان څنډې ته کول دي؟
