کابل ښاروالي د نوي کال په ترڅ کې د خپلو پروژو اعلان وکړ
کابل ښاروالي په روان څوارلس سوه پنځم کال کې د دوه سوه درې دیرش نویو پروژو د پلي کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رییس انجنیر محمد قاسم افغان نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې پر دې پروژو به څه باندې نهه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.
بل لور ته د کابل ښاروالي کلتوري سلاکار او استازي نعمت اله بارکزي خبرې غونډې ته وویل چې پروسږکال دوه سوه اته پنځوس پراختیایي پروژې ترکار لاندې وې چې د ډیرو چارې بشپړې شوې دي او ځیني یې لاهم تر کار لاندې دي.
د کابل ښاروالي د پروسږکال او سږکال په پروژو کې تر ډیره سړکونه او پلونه شامل دي.
د کابل ښاروالي د چارواکو په وینا په تیرو څلورو کلونو کې دوی د ښار څلور سوه پنځوس کیلومتره سړکونه جوړ کړې دي.
