له ۱۷ کلونو کم عمره افغان فوټبال لوبډله له خپلې تاجیکستانۍ لوبډلې سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان سره لوبه کوي.
دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه ده. ننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پيلیږي.
افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.
له اوولس کلنو د کم عمره اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.
