اروپايي ټولنه وايي، له ایران سره اوربند باید لبنان هم راونغاړي
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوولې کایا کالاس ټینګار کړی چې له ایران سره د اوربند تړون باید لبنان ته هم وغځول شي، او خبرداری یې ورکړی چې د اسرائیل دوامداره بریدونه کولی شي دا تړون کمزوری کړي.
هغې د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په ایکسپاڼه کې لیکلي: «د اسرائیل اقداماتو د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر سخت فشار لاندې راوړی دی. دا اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي.»
د لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په هممهاله هوايي بریدونو کې په بیروت او نورو سیمو کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ تنو اوښتی او له زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم ویلي و چې په هر معتبر اوربند کې لبنان هم باید شامل وي او له امریکا او ایران یې غوښتي وو چې دا تړون په ټولو جبهو، په ځانګړي ډول لبنان کې، مراعت کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېت کوپر هم ویلي چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لبنان هم د اوربند برخه شي.
خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس ویلي چې په دې اوربند کې لبنان شامل نه دی او دا ډول برداشت د خبرو اترو د بهیر د ناسم فهم له امله دی.
