شهباز شریف: د امریکا، اسراییل او ایران له اوربنده څو ځایه سرغړونې شوي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې هیواد یې د متحده ایالاتو، اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی، وایي چې په سیمه کې له اوربنده څو سرغړونې شوي چې د سولې روحیه کمزورې کوي.
شریف د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل"زه په صادقانه او جدي توګه له ټولو خواوو غوښتنه کوم چې زغم وساتي او د دوه اونیو اوربند ته درناوی وکړي، ترڅو ډیپلوماسي د دې شخړې په سوله ایز حل کې مخکښ رول ولوبوي."
د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ د دوه اونیو په مخه اوربند وړمه شپه ناوخته اعلان شو.
د پاکستان دصدر اعظم یوه اشاره پر لبنان د اسراییل خونړیو بریدونه ته ده، شریف وایي، لبنان هم د اوربند د تړون یوه برخه وه، د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو دفتر دا رد کړه.
اکسیوس هم د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې "لبنان د ایران سره د امریکا د اوربند تړون برخه نه ده."
اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د لبنان په مختلفو برخو بمباري وکړه، لږترلږه ۸۰ کسان یې ووژل او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.
