هګیسټ؛ ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګیسټ وايي،"ایران تر فشار لاندې اوربند ومنه او نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".هغه نن چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې وویل،"موږ د ایران دفاعي او صنعتي زیربناوې له منځه وړي، دوی (ایرانیان) نور نشي کولی چې توغندي جوړ کړي".د هغوو په ټکو،" د دغو زیربناوو ویجاړیدل زموږ ماموریت و".هګیسټ وړاندې وویل،"ولسمشر ټرمپ دا ځواک درلوده چې په څو دقیقو کې د ایران اقتصاد له منځه یوسي خو هغه پر ایرانیانو رحم وکړ او په دغو موخو يې بریدونه ونه کړل، نو ځکه ایران تر ډیر فشار لاندې اوربند ومنه".د هغه په ټکو،" د ایران نوی حکومت باید پوه چې دغه هوکړه د هغه برخلیک څخه ډیره ښه ده چې د دوی په تمه و".ایران او امریکا پرون شپه ناوخته پر دوه اوونیز اوربند هوکړه وکړه.
