علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده
د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.
