اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي
اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي.د ازادي راډيو فردا څانګې د راپور له مخې،"اسراییلو نن سهار د لبنان پر صور ښار بریدونه کړي دي".بل پلو، اسراییلو د لبنان د جنوبي ښارونو اوسیدنکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.دا تازه بریدونه په داسې حال کې دي چې امریکا او ایران تیره شپه ناوخته د دوو اوونیو لپاره پر اوربند سلا شول.رویتز خبري اژانس د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی تمه ده د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه خپل دریځ په یو بیان کې روښانه کړي.د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن سهار وختي له اوربند وروسته وویل،"اسراییل، لبنان د دغه اوربند برخه نه ګني".
