ایران او امریکا ( د لنډمهاله اوربند) او (هرموز تنګي د خلاصولو) طرحه ارزوي
رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.
د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.
پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده ایالتونه، ایران او سیمه ییز منځګړي د یوه ۴۵ ورځني احتمالي اوربند په ارزونه بوخت دي چې کولای شي شخړې ورسره پای ته ورسیږي.
بل لورته یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی به د لنډمهالي اوربند په بدل کې د هرموز تنګی خلاص نه کړي.
