په افغانستان کې انلاین سوداګري په ټوکېدو ده، کارکوونکي یې وایي، غواړي دغه کاروبار ته وده ورکړي
یو شمېر افغان ځوانان چې د ډیجیټل سوداګرۍ او انلاین بازار موندنې د پراختیا لپاره یې ځینې پلاټفارمونه جوړ کړي وايي، دوی هڅه کوي بازار ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي، خو ځني ستونزې یې په وړاندې موجودې دي.
د دوی په خبره په ټولنیزو رسنیو کې د شویو ځینو درغلیو له امله خلک پرې ډېر باور نه کوي.
