سبا د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه لري
تمه ده سبا دوشنبې د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.د فوټبال فدراسیون نن یکشنبې د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي،" ملي لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د سبانۍ لوبې لپاره تمرینات ترسره کوي".د منځنۍ اسیا د فوټبال د ټولنې د معلومات له مخې په دې سیالیو کې د افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال له ۱۷کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی.دغې لوبې سبا د حمل په ۱۷مه پیلږي.
