تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي.د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلومات له مخې تمه ده دغه لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له ۱۷کلونو د کم عمره د ۲۰۲۶کال د کافا په لوبو کې ګډون وکړي. دغه لوبې د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۷مه پیلیږي.د افغانستان په ګډون په دې لوبو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی دی.
