په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو تلفات ۷۷ ته ورسید
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په افغانستان کې د ورښتونو له امله اووه اویا کسان وژل شوي او یوسل او اووه دیرش نور ټپيان شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد نن وویل چې د دې مرګ ژوبلې ترڅنګ ورښتونو او سیلونو دوه زره شپږ سوه درې اویا کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړې دي او څه باندې یولس زره جریبه مځکه یې تخریب کړې ده.
