اوتیزم یا عصبي اختلال څومره پیژنی؟ دغه راپور کې له ناروغ لرونکو او ډاکټرانو سره خبرې شوي
نن د اپرېل ۲مه د ( اوتیزم) په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ چې ماشومان یې په دې اختلال اخته دي وايي، نه پوهېږي چې څنګه ترې په سمه توګه ساتنه وکړي، ځکه په دې برخه کې یې هېڅ ډول عملي لارښوونه یا ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
