په تیرو ۲۴ساعتونو کې وروښتونو ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ټولو افغانستان کې د وروښتونو له کبله ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي".د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن چهارشنبې په یوه ویډيو پیغام کې دغه تازه ارقام اعلان کړل.بل پلو، د هوا پیژندې ادارې نن سهار په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د جاري کیدو خبرداری ورکړی.همدارنګه دې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل هم کړی وو.
