د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې تورخم کې د ستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوي تاسیسات تخریب کړي
په تورخم کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارو ځینې کارکوونکي په تېره یوه میاشت کې د پاکستان لخوا په توغندیزو بریدونو کې د کډوالو د راجسټر او بایومټریک په ګډون د بېلابېلو سیسټمونو او تجهیزاتو د تخریب او له منځه تللو خبره کوي.
دوی د شنبې په ورځ د حمل په ۸مه ازادي راډیو ته وویل، د زرګونو ډالرو دې تجهیزاتو او کمپیوټري سیسټمونو بیارغونه کافي بودجې او وخت ته اړتیا لري او په خبره یې که چېرې د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي، دوی به د کډوالو د ثبت او هغوی ته د خدمتونو رسونه کې له ننګونو سره مخ شي.
له دې ډلې تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) یو کارکوونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل،
"تورخم کې د کډوالو لپاره چې کوم د پروسس ځایونه وو، ډېر تخریب او ځینې ان له منځه تللي دي، د سیف د چلډرن د امن خونې او روغتیا برخې کانټینر کاملاً سوځېدلی دی، بل صفري نقطو کې چې د پروسس کوم ځایونه وو ویجاړ او دننه کمپیوټرونه هم لګېدلې او له منځه تللي دي، چې ترمیم یې وخت ته اړتیا لري، د کډوالو پروسس ځایونو کې چاودېدونکي توکې هم پراته دي چې تر اوسه پاک شوي نه دي او اوس سرګلولې او توکي پراته دي."
د کډوالو د نړیوال سازمان (ای او ام) یو کارکوونکي هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"هر څه ډېر زیات تخریب شوي دي، بېرته ترمیم یې ممکن میاشت یا دوه میاشتې وخت ونیسي، ځکه د کمپیوټرونو، راجسترشن سیسټمونه او د بایومتریک لپاره یې چې له ښیښو کومه ودانۍ جوړه کړې وه، کوم چې کډوال لومړی راتلل او هلته یې راجستر او بایومتریک کېدو، دا ټول (تخریب) او ښیښې یې ماتې دي."
خو دوی وایي، دا مهال د بودجې له کمښت سره مخ دي او ممکن د تجهیزاتو بیا پېر او چمتو کول کافي وخت او دروند مالي لګښت ته اړتیا ولري.
دې کارکوونکو ازادي راډیو سره هغه ویډیوګانې او انځورونه هم شریک کړي چې په تورخم کې د دوی دفترونو او بېرته ستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو مرکزونو کې د تجهیزاتو پراخه ویجاړي په کې ښکاري.
د دوی په خبره، بېلابېلې نورې نړیوالې ادارو هم وي چې په تورخم کې د کډوالو د بایومتریک، ثبت، ښځو او ماشومانو ته د ځینو ځانګړو روغتیایي اسانتیاوو، د پاکو اوبو سیستمونو، د ژوندانه لومړنیو وسایلو او خوراکي توکو او نغدي مرستو خدمتونه وړاندې کول.
تورخم کې ځینو طالب ځايي چارواکو هم د نومونو نه خپرېدو په شرط د شنبې په ورځ د حمل په ۸مه ازادي راډیو سره خبرو کې په تورخم دروازه کې د تجهیزاتو ویجاړي تایید کړه خو ویې ویل چې د عمري په نوم کمپ بېرته رغول شوی دی.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس هم په دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په حواله ویلي چې تورخم کې عمري کمپ د بېرته ستنېدونکو د هرکلي لپاره په بشپړ ډول چمتو دی، ټول کارکوونکي سیمې ته رسیدلي، او د راستنیدونکو لپاره اړین تدابیر هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه لا د بېرته ستنېدونکو پر مخ تړلې ده.
دا دروازه له شا اوخوا یوې میاشتې بندېدو ورسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د «حمل په ۶مه» په موقت ډول د څو ساعتونو لپاره له پاکستانه د اېستل شویو افغانانو لپاره په یو طرفه توګه پرانیستل شوه، چې د ځینو پاکستاني رسنیو د راپورونو او په تورخم کې د طالب سیمه ییزو چارواکو په خبره د دواوړ لوریو تر منځ له یوې نښې ورسته بېرته وتړل شوه .
مخکې، په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه کارکوونکي ازادي راډیو ته ویلي وو چې تورخم دروازه چې په یاده نېټه څو ساعتونه پرانیستې وه، دوی ۳۴۴ کسان ثبت او افغانستان ته واړول.
په ورته وخت کې په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال او د تورخم دروازې خلاصېدو په انتظار لارو او کمپونو کې دېره افغانان وایي، ورځ بلې ته یې وضعیت لا کړکېچن کېږي.
له دې ډلې د خیبر پښتونخوا ایالت کوهاټ سیمه کې مېشت یو افغان کډوال او هلته د کډوالو یو استازي ملک الله میر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې په سیمه کې یې سلګونه افغانان نیول شوي او ورځ بلې ته د دوی د نیولو بهیر په چټکېدو دی.
دا چې له زندانونو د ځینو نورو افغان کډوالو د خلاصون لپاره یوې ځایي محکمې ته تللی و، له هغه ځایه یې ازادي راډیو ته وویل،
"حد اقل چې دوی خو دومره وکړي چې د دې خلکو نیول بند کړي او خلک یې خو جېلونو (زندانونو) ته نه لېږل، هلته که لاره بنده، دلته خو دې کډوال نه نیول کېدای چې حد اقل هغه خپل عادي ورځنی ژوند یې کولای، د کډوالو د نیولو بهیر روان دی، او سره له دې چې لاره بنه ده د کډوالو کډې هم روانې دي، دا کډې بیا ټولې جمرود سړک باندې تورخم نه ښکته افریدیو سیمو کې ولاړې دي، دا اوس چې زه چېرې ولاړ یم، زرګونه خلک ولاړ دي ټول خواشیني دي."
مخکې په اسلام کې د افغان کډوالو یو شمیر استازو هم ازادي راډیو ته د افغانانو د نیولو بهیر د چټکېدو خبره کړې وه.
بلخوا تورخم ته نږدې پاکستان غاړه کې یو افغان کډوال رحمت الله چې له خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره له یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسې د یادې لارې خلاصون او افغانستان ته یې د انتقال په تمه لاره کې دېرې دی، د بد بشري وضعیت له امله سر ټکوي وایي، ورځ بلې ته پرې د لارۍ د کرایې لګښتونه هم زیاتېږي:
"زه له ۳۵ ورځو راهیسې دلته د بارډر د تړلو له امله بند پاتې یم، موږ ټول له پېښوره تر تورخم پورې (لاه کې) لږ تر لږه ۸ سوه لارۍ (کډې) یو، دا ټول کډوال هم مالي ستونزو سره مخ یو، او ځایونه او سرپناه نه لرو، د لاریو لاندې کډوال پراته دي، د باد او باران له امله ټول ډېر په تکلیف کې یو، حکومتونه دې پر موږ رحم وکړي چې تورخم لاره خلاصه کړي چې دا کډوال خپل وطن ته لاړ شي، ډریورانو ډېر په تنګ کړي یو، څو کرایې غواړي څوک کډې راباندې خالي کوي."
دی وایي، د نیولو کېدو له وېرې یې له یادې مودې راهیسې تورخم ته نږدې خیبر سیمې اړوند یوه فرعي سړک باندې یوه کوټه نیولې او هره ورځ یې په کډې بار د لارۍ کرایه ۵ زره کلدارې اضافه کېږي چې دی یې د پرې کولو وس نه لري.
پاکستان کې میشت افغان کډوالو بېرته خپل هیواد ته ستنېدو لپاره د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه کوي.
تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ میلادي میاشتې له ۲۶ راهیسي؛ له هغه مهال چې د پاکستان او طالبانو تر منځ نښتې پیل شوي، تړل شوې ده.
