د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په وړاندې یې عملیات بیرته پیل کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د لنډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته اسلام آباد په هغه هیواد کې پوځي عملیات جاري ساتلي دي. د دې وزارت ویاند طاهر اندرابي دا خبره د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ داسې مهال وکړه چې په کابل کې د پاکستان د تیرې اونۍ د هوایي برید د قربانیانو دوهمه ډله خاورو ته وسپارل شوه. په کابل کې د مخدره توکو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي بريد په ترڅ کې د طالبانو په وینا له ۴۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. پاکستان پرملکي اهدافو د برید په اړه د طالبانو ادعا ردکړې او ویلي يې دي چې په دې برید کې یې "پوځي او د ترهګرو ملاتړي تاسیسات" په نښه کړي و. خود ملګروملتونو په ګډون ډیرو لورو تایید کړې چې پردې مرکز د پاکستان په هوایي برید کې په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د پنجشنبې په ورځ فرانسپرس آژانس ته وویل چې د مخدره موادو د درملنې پرمرکز د پاکستان د برید د قربانیانو دوهمه ډله چې شمیریې شاوخوا شپیته تنه و، د جنازې مراسم د کابل په لوی عیدګاه جومات کې ترسره شول. هغه وویل چې د نورو جسدونو چې سوځیدلي، د پیژندنې چارې روانې دي. تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د دې پیښې شاوخوا ۵۰ نور قربانيان خاورو ته سپارل شوي و.
که څه هم د طالبانو چارواکو تراوسه په زغرده ندي ویلي چې ایا د لنډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته دوی هم نیت لري چې پرپاکستان بریدونو ته دوام ورکړي خو ټینګاریې کړی چې د پاکستان هربرید ته به په کلکه ځواب ووایي. په عین حال کې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د کونړ په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو د پاکستان په وروستیو توپچي بریدونو کې لږترلږه دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. په کونړکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس ضیاالرحمن سپین غررسنیو ته ویلي چې د دوی ځواکونو هم دغو بریدونو ته متقابل ځواب ورکړی او څو پوستې یې ترې نیولې دي. پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه څه ندي ویلي.
په عین حال کې د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي د لڼډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته یې د دوستو هېوادونو په غوښتنه پر افغانستان هوایي بریدونه درولي دي.
خو فیصل کريم کونډي د پنجشنبې په ورځ( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي.
ورته څرګندونې تیره اونۍ د پاکستان د صدراعظم ویاند مشرف زیدي هم کړې وې او ټینګاریې کړی و چې پاکستان به ترهغو په افغانستان کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي چې ټاکلي هدفونه ترلاسه شي.
"ما په ډېر وضاحت سره ویلي دي چې ټول پوځي عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې د طالبانو د حکومت په چلند او د دوی ترکنټرول لاندې سیمو کې واقعي بدلون رامنځته شي."
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا چې د افغانستان له خاورې یې هغه وسله وال کاراخلي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي تل ردکړې او ویلې یې دي چې پاکستان باید د خپل امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ملامتي پرنورو وانچوي.
په عین حال کې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان ترڅنګ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند په ټینګښت کې یې مرسته کړې، د سیمې نور هیوادونه هم هڅې کوي چې د دواړو لورو ترمنځ اوږدمهاله اوربند ټینګ شي. په دې ترڅ کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د مالیزیا له صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم سره د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ټیلفوني خبرو د خبرترڅنګ ویلي چې دواړو لورو د
سیمه ییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې وکړې او ټینګاروشو چې بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د ترينگلتياوو د زياتوالي لامل کېږي. د بیان له مخې د مالیزیا صدراعظم هم د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله اوربند دوام وکړي او شته ستونزې د مخلصانه تفاهم له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
