تورخم لار یوازې د کډوالو اخراج ته پرانستل شوه، سوداګري او عام تګ راتګ لا هم بند دی
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له شاوخوا یوې میاشتې بندېدو وروسته پنجشنبه «د حمل په شپږمه» ماسپښین د افغانو د ستنېدنې لپاره بېرته پرانیستل شوه.
دا خبره د تورخم لارې دواړو خواوو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ازادي راډیو ته وکړه.
د دې ادارو کارکوونکو چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل چې له دې لارې د افغانانو د ستنېدو لومړیتوب له پاکستانه ډیپورت شویو کسانو ته ورکړل شوی دی.
دې کارکوونکو وویل چې تورخم ته د ډیپورت شویو افغانانو دوه بسونه او ۸ فلانکوچ موټرې رسېدلي چې شاوخوا ۲۰۰ کسان کې په کې دي چې یو شمیر یې افغانستان ته واوښتل.
وړاندې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو امر قریشي بدلون د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د تورخم لاره به پنجشنبه «د حمل په ۶مه» سهار ۹ بجې پاکستان نه د افغان راستنیدو کډوالو لپاره پرانیستل شي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ښاغلي قریشي په حواله د پنجشنبې په ورځ غرمه خبر ورکړی چې د تورخم عمري کمپ په بشپړ ډول د کډوالو د هرکلي لپاره چمتو شوی، ټول کاري پرسونل سیمې ته رسېدلي او راستنو شويو لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.
هغه خبره چې افغانستان لوري ته تورخم کې د دې ادارې ځینو کارکوونکو هم ازادي راډیو ته تایید کړل.
په ورته وخت کې پاکستان لوري ته تورخم ته نږدې سیمو کې تم افغان کډوال وایي له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې په نامناسبو سرپناوو کې د دوی په خبره «غیر بشري» وضعیت کې مېشت او د کډو لاریو کرایو یې پرې سخت مالي فشارونه راوستي دي.
د پاکستان لوري کې تورخم ته نږدې او خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوې افغانې کډوالې کورنۍ مشر ۴۱ کلن نصر الله د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال ازادي راډیو ته وویل:"دا یوه میاشت کېږي چې دلته خلک په لاره پراته دي او ځینې دې جګړو کې شهیدان هم شول، دا دوه ورځې د پښو پر سر ناست یو چې تورخم به خلاصېږي، موږ چې کوم (لارۍ) موټر کرایه کړی، پرون یې هم موټرچلوونکي زنګ وهلی و چې د اېډوانس پیسې راکړئ، موږ ورته وویل چې که دا دوه درې ورځو کې لاره خلاصه نه شوه خپله کډه به ترې ښکته کړو، موږ یوه کوټه نیولې او په کې زه، اولادونه، خویندې ورونه مې چې ۲۰ کسان کېږو، اوسېږو، موږ عمري کمپ پورې ۱۷۰ زره کلدارې (لارۍ) نیولې وه خو اوس هره ورځ راباندې ۵ زره اضافي لګښت یې راځي."
دی وایي دې وضعیت حتا اکثرو بند پاتې کډوالو ته د خوړو موندل سخت کړي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار کې تم یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم ازادي راډیو ته یې وویل:“لارۍ ولاړې دي چې په هر چا ډېر چارج راځي، ځینو سره لا هماغسې په کرایه ولاړې دي او ځینو بېرته ترې کډې خالي کړې،لاره له نه ده خلاصه شوې، ستونزې ډېرې دي، هاخوا د افغانانو نیول شروع شوي، ځینې زندانونو کې دي او بل د دوی د نیولو چاپې هم روانې دي، ځینې بیرته (پاکستان لوري) ته کډه شوي او څوک چې وسه نه لري تورخم ته نږدې سیمو کې هر سړي ځان نه یو ترپال راتاو کړی او خیمو کې اوسېږي.”
دوی وایی که څه هم ټول ژوند یې پاکستان کې تېر شوی خو له نیول کېدو وروسته په زوره کډه کېدو ته اړ ایستل شوي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او د دوی پر مخ دې د تګ دروازې پرانیزي.
بلخوا پاکستان لوري ته تورخم کې ځینو پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې د لارې د پرانیستو په اړه د دواړو خواوو تر منځ غونډه روانه ده.
پاکستاني رسنیو له دې ډلې ډان د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د تورخم او سپین بولدک لارې به یوازې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره پرانیستل شي.
د یادونې ده چې د تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه د نښتو له پیلېدو وروسته د پاکستان لخوا تړل شوې وه.
د یادونې ده چې پاکستان له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې سلګونه زره افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
په ورته وخت کې، ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اختر د رخصتیو له پای ته رسیدو وروسته به په خیبر پښتونخوا ایالت کې د غیر اسناد لرونکو افغان کډوالو پر وړاندې عملیات زیات شي.
د تورخم او سپین بولدک لارو په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو نورو لارو تړل کېدو نه یوازې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ګډوډه کړې بلکې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو تګ راتګ یې هم اغیزمن کړی دی.
