د طالبانو حکومت د (جرمني له تاییدۍ) پرته یو ډيپلومات برلین کې د سفارت مشرۍ ته ګمارلی
د جرمني رسنۍ وایي، د طالبانو حکومت د جرمني له تاییدۍ پرته په برلین کې د افغانستان سفارت مشرتابه ته خپل یو ډيپلومات ورمعرفي کړی دی.دا خبره د شنبې په ورځ د جرمني ( اې. آر.ډی) رسنۍ راپور کړې، خو د طالبانو د معرفي شوي ډیپلومات نوم یې نه دی اخیستی.په راپور کې راغلي، دا د هغو دوو قونسلي مامورانو له ډلې یو دی چې تېر کال جولای کې جرمني د دې لپاره ومنل چې د رد شویو افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان په ډيپلوماتیکو استازولیو کې د دې ادلون بدلون په اړه معلومات نه لري.د طالبانو حکومت هم د یکشنبې تر ماښامه په دې اړه تبصره نه وه کړې.د ډيپلوماتیکو اړیکو په اړه د جینوا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې، مخکې له دې چې سفیر یا د سیاسي استازولۍ مشر یوه دنده واخلي، باید کوربه هېواد یې ټاکل تایید کړي.جرمني یوازنی اروپایي هېواد دی چې د طالبانو ډيپلوماتیک استازي یې منلي دي.
