اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.له اماراتو او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.
