له وطنه لرې افغانان څه ډول اختر لمانځي؟
له وطنه لرې او مسافرو افغانانو کې، د اختر د لمانځلو طریقه یو شان نه ده.ځینې کورنۍ وایي هڅه کوي له خپلو ملګرو او هیوادوالو سره وویني او دا مناسبت که ساده هم وي، خو په مینه او صمیمیت سره یې ولمانځي.ځینې نور بیا وایي د کارونو د بوختیا او د کډوالۍ ژوند له امله نه شي کولای دا ورځې د تېر په شان ولمانځي.
