امریکايي چارواکی: د طالبانو حکومت د امریکايي بندیانو په بدل کې د القاعده شبکې یو غړی ازادول غواړي
یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکايي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده شبکې يو غړی خوشې کول غواړي.د افغانستان لپاره د امريکايي سفارت شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسمبالي) ډان براون د فبرورۍ پر ۱۸مه پر اېکس په بيان کې تور پورې کړ چې طالبان له امريکا او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
براون له خپل بیان سره د فبرورۍ د ۱۲مې د يوې خبرپاڼې لېنک (تړونی) هم ورکړی چې پکې راغلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي ويلي طالبانو د يوې وسلوالې ډلې د تاکتيکونو د کارولو په شان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د امريکايي بندیانو په بدل کې له ګوانتانامو څخه د القاعده شبکې يو غړی خوشې شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبان بايد په مذاکراتو کې د بندیانو له حالته ناوړه ګټه اخیستل بند کړي.
طالبانو لا د بروان د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
د طالبانو حکومت البته تېر کال په سېپټېمبر او تر دې مخکې په مارچ کې دوه امریکايي وګړي د زندانیانو د تبادلې په بهیر کې خوشې کړي ول.
د امریکا حکومت وايي چې محمود شاه حبیبي هم د طالبانو په بند کې دي. نوموړی د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. خو د طالبانو حکومت د حبیبي نیول او زنداني کول نه تاییدوي.
