اوچا: طالبانو د ښځو لپاره د رواني روغتیا خدمتونه ځنډولي دي
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د محدویتونو د زیاتېدو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي په دې هېواد کې د رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ اړوند فعالیتونه منع شوي دي. دغه دفتر د بشري لاسرسي د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې چې یکشنبه د «دلوې ۲۶مه یې» خپور کړی ویلي ښځې په ټولنه کې د وړاندې کېدونکو رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ خدمتونو ته ډېره اړتیا لري او پرې تکیه کوي.
په راپور کې راغلي چې طالبانو د ښځو د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي هم محدودیتونه لګولي دي.
اوچا ویلي که څه هم ښځو ته اجازه شته چې روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي، خو په ځینو سیمو کې باید یو نارینه خپلوان ورسره مل وي.
د دې دفتر د راپور له مخې، د دې برخې د ښځینه کارکوونکو لپاره د کار جواز ترلاسه کول او هغوی ته روزنه ورکول لا هم له ستونزو ډک دي او ان په ځینو سیمو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته د ګرځنده ټیلیفونونو د کارولو اجازه هم نه ورکول کېږي.
په راپور کې راغلي دي چې د روغتیا او زدهکړو له سکټورونو پرته، په نورو ټولو برخو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو حضور منع شوی او د ښځو له خوا رهبري کېدونکي فعالیتونه ځنډول شوي دي.
یو شمېر افغان مېرمنې هم وايي چې د دوی په وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو له امله یې رواني فشارونه زیات شوي او دا چې په اړوند برخه کې ورته هېڅ ډول اسانتیاوې نشته.
د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې یوه خور یې په شدید خفګان اخته ده، خو په دولتي روغتون کې یې د درملنې هېڅ ډول اسانتیاوې نشته.
نوموړې وویل: "طالبانو له یوې خوا پر ښځو د کار او زده کړو دروازې تړلي او ښځو ته یې له افغانستانه زندان جوړ کړی دی، ډېر شمېر نجونې او ښځې همدا اوس په ژور خپګان اخته دي، ځکه دوی خپلو هیلو ته ونه رسېدې، زما یوه خور چې شدید ډېپرېشن لري، ابله ورځ جمهوریت روغتون ته تللې وه او اصلا د رواني روغتیا برخه له روغتون حذف شوې ده، ورته ویل شوي و چې د دې برخې ډاکتران موږ سره نشته، نو زه نه پوهېږم بالاخره طالبان د افغانستان له مېرمنو څه غواړي، دا خو د ښځو تدریجي وژنه ده."
د ختیځ ننګرهار یوه اوسېدونکې چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واک مخکې د یولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي په زده کړو د بندیز له امله له سختو رواني ستونزو سره مخ شوې ده.
نوموړې هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "دا اوس زه د ډېپرېشن څو ډوله درمل کاروم، د شپې مې خوب نه وي، بېلابېل سوچونه او فکرونه راته مخته راځي، مخکې به زه تللم دلته زموږ کلینیک کې یوه ښځه وه د رواني برخې ډاکتره وه، موږ ته به یې ډېرې ښې مشورې راکولې، خو تېره اوونۍ چې زه روغتون ته لاړم هغه برخه بلکل تړل شوې ده، نه پوهېږم ولې، خو دا د زرګونو هغه نجونو په حق کې ظلم دی چې له یوې خوا ترې د کار او زده کړو حق اخیستل شوی او له بله خوا لږترلږه د درملنې دروازې هم پرې تړل کېږي."
دوی وايي د رواني روغتیا او رواني–ټولنیز ملاتړ خدمتونه د ښځو لپاره حیاتي ارزښت لري او د محدودیتونو دوام به د هغوی پر ورځني ژوند او راتلونکي ژور اغېز ولري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو د یادو شویو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې له دې یې په ځلونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خوندي ټولنیز چاپېریال د برابرولو ادعاوې کړي.
په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واک وروسته د ښځو په کار او زده کړو بندیز لګولی چې له امله یې د ښځو ترمنځ د رواني ناروغۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي.
د افغان ښځو او نجونو د دغه وضعیت په اړه له دې مخکې هم په نړیواله کچه اندېښنې مطرح شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د رواني روغتیا له پراخ بحران سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان بیا د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر ۱۰مه د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ټینګار کړی و چې د اوږدمهاله رواني ستونزو د حل لپاره زیانمن کسان عاجلو ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري، هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې د نه موجودیت په اړه تل شکایتونه او اندېښنې مطرح شوي دي.
