Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډله: "طالبان په افغانستان کې دننه د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ملاتړ کوي"

0

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون راپور ورکړی ویلي یې دي چې طالبان د دې ډلو ملاتړ کوي.

یادې ډلې د دې سازمان امنیت شورا ته په خپل چمتو کړي ۲۶ مخیز شپږ میاشتني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۱مه» یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی لیکلي، د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون بېلابېلې ډلې په افغانستان کې موجودې او د افغانستان د حاکمانو (طالبانو) ملاتړ لري، هغه څه چې طالبانو وړاندې په ځلونو رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ډلې د راپور په ټکو، د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعدې څانګه د افغانستان په جنوب ختیځ کې فعاله ده او د دې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یې یحیی غوري په کابل کې دي او رسنیز ټیم یې په هرات کې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو د القاعده ډلې د یاد مشر اسامه محمود په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو او د هغه مرستیال یحیی غوري په اړه د معلوماتو ورکولو باندې د ۵ میلیونه ډالرو جایزه ټاکلې ده.

په دې راپور کې راغلي چې القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي او په ټکو یې، القاعده لا هم د طالبانو ملاتړ لري چې په ټکو یې دوی په افغانستان کې په ځانګړې توګه «ټي ټي پي» ته د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې په برخه کې فعالیت کوي.

خو په راپور کې ټینګار شوی چې که څه هم طالبانو د داعش ضد اقداماتو ته دوام ورکړی او د ځینو نورو ترهګرو ډلو بهرني فعالیتونه یې کڼټرول کړي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې په راپور کې زیاته شوې چې «ټي ټي پي» په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ډېر ملاتړ او ازادۍ څخه برخمن دي، هغه تګلاره چې د راپور په ټکو، د یادې ډلې او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوې ده.

راپور کې راغلي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې له لویو فعالو سازمانونو دی، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دې وړاندې شوي راپور کې دا هم راغلي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړو هم د طالبانو له لوري د هویت اسناد ترلاسه کړي او په افغانستان کې د تګ راتګ ازادي لري او د بدخشان ولایت په کچه د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د تریاکو د کرنې او د کانونو له لارې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ شاوخوا ۲۵۰ غړي په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له پولیسو سره یو ځای شوي دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد په حواله ویل شوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ لخوا خپلو غړو ته چې په سوریه او ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي، ویل شوي چې د «سنګیانګ جهاد» ته د ورستنېدو لپاره دې افغانستان ته انتقال شي.

د ملګرو ملتونو دې راپور کې د داعش د خراسان څانګې په اړه راغلي چې که څه هم دا ډله د افغانستانو د حاکمو (طالبانو) حکومت لخوا په بریدونو کې خورا ځپل شوې، خو په ټکو یې ځینې یې لا هم د افغانستان په شمال په ځانګړي توګه په بدخشان او له پاکستان سره نږدې سیمو کې فعاله دي، په داسې حال کې چې د سیمې هاخوا د نورو وسله والو ډلو سره د یوځای کېدو په لټه کې دي.

هڅه مو وکړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې د دې نوي شپږ میاشتني راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ښاغلي مجاهد شپږ ورځې مخې پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړي بیان کې په ورته موضوع د ملګرو ملتونو د راپور په اړه لیکلي و چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بې ځایه دي.

د ذبیح الله مجاهد په ټکو، دا اندېښنې ځکه مطرح کېږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي.

ده زیاته کړې ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په اړه «پروپاګند کوي او تشویشونه خپروي».

ذبیح الله مجاهد دا هم لیکلي و چې دوی د افغانستان د امنیت او په دې هېواد کې د هېڅ بهرنۍ او خپل سرې کړۍ د نشتون او د نورو ملکونو پر وړاندې د دې هېواد له خاروې نه استفادې په اړه ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، خو په ټکو یې، «د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې په ګاونډ کې ځالې جوړې کړي».

د یادونې ده چې تر وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا، بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان اړوند ورته ادعاوې مطرح کړې وې.

بلخوا ټاکل شوې نن پنجشنه «د فبرورۍ په ۱۲مه» د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې د مأموریت د غځولو د مسودې پر سر رایه‌اچونه وکړي.

دغه ډله د امنیت شورا له لوري د طالبانو پر حکومت د لګول شویو بندیزونو په څارنه کې مهم رول لري.

د دې ډلې مأموریت د فبرورۍ په ۱۷مه پای ته رسېږي چې له همدې امله امنیت شورا د دې مأموریت غځول یوه مهمه موضوع بللې ده.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net