یو این ډي پي؛ نژدې اتیا سلنه افغانې کورنۍ د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ( یو این ډي پي ) په افغانستان کې کار او مالي سرچینو ته د ښځو د لاس رسي محدودیتونو ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د ښځو تر سرپرستې لاندې نږدې ۸۸ سلنه کورنۍ د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي.
دې ادارې په خپل تازه راپور کې کې چې چهارشنبه د سلواغلې یا دلوې ۲۲ مه یې خپور کړی ویلي په دغه هیواد کې اوس مهال یوازې ۷ سلنه ښځې له کوره بهر په کار بوختې دي.
په راپور کې راغلي، په ځانګړي ډول د ښځو تر مشرۍ لاندې د کوچنیو او متوسطو سوداګریو لپار رسمي پورونو او مالي اعتبار ته لاس رسی ډېر محدود شوی دی.
د راپور له مخې، په ټوله کې د افغانستان ۷۵ سلنه اوسېدونکي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له سخت وضعیت سره مخ دي.
یو شمېر افغان ښځې وایي وروسته له هغې چې له کاره منع شوي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ان د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو په برخه کې له سختو فشارونو سره مخ دي.
د کابل اوسېدونکې مرسل چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده ازادي راډيو ته یې وویل،
" د طالبانو له بیا ځلې واک وروسته زما اقتصاد ډېر کمزوری شوی دی، په ټوله کې ستونزې ډېرې زیاتې دي، نه یوازې محدودیتونه بلکې اصلا هیڅ مالي سرچینه نه لرو، زه بې دندې یم او کله چې دنده نه وي عاید هم نشته، له ډېرو ښځو ورځنی عاید اخیستل شو ی دی."
د هرات ولایت یوې اوسېدونکې چې د دریو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، پر افغانستان د طالبانو تر واک وړاندې یې د کور لګښتونه پوره کول خو اوس یې بې کارۍ ژوند ستونزو سره مخ کړی دی.
"اوس چې هوا ډېره سړه ده موږ ان د خوړولو لپاره هیڅ نه لرو، په الله قسم چې نه یې لرو، نه وریجې شته، نه غوړي او نه هم وړه شته او نه یې د اخیستلو توانايي لرو، په دې سړه هوا کې نه د ناستې ځای لرو او نه هم د خوړو او اغوستلو لپاره څه لرو."
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام یو این ډی پي په خپل تازه راپور کې ویلي دغه بېړنیو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د «WE-LEAD» په نوم پروژه تمویل کړې ده.
د راپور له مخې دا پروژه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې پلي شوې او هدف یې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي حل لارې برابرول دي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو د هر ډول زده کړو په ګډون د ښځو په کار او په نورو ټولنیزو فعالیتونو کې د دوی په برخې اخیستلو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو دا ادعا د ډېرو افغان ښځو او نړیوالو بنسټونو لپاره د منلو وړ نه ده.
ګڼو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولی شي فقر لا ژور کړي او په ځانګړی ډول د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ، سختو اقتصادي ناورینونو خواته بوځي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) چهارشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۲ مه د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، له زده کړو او کار څخه له څلورو کلونو زیات محرومیت نه یوازې د ښځو د څنډې ته کولو په معنا دي بلکې د افغانستان د پرمختګ او اوږدمهاله هوساینې پر وړاندې جدي خنډ هم ګڼل کېږي.
یوناما ټینګار کړی چې طالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
