Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له پاکستانه د افغان کډوالو ماشومانو د جبري اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې

0

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو ماشومانو د جبري اخراج په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، په دې کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د دغه سازمان د ماشومانو د حقونو کمېټې دوشنبه د سلواغې یا دلوې په ۲۰مه په خپور کړي راپور کې ویلي دغه اخراج ماشومان د کورنیو څخه د جلا کېدو او ناوړه چلند په ګډون د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ کوي.

دې کمېټې د پاکستان له حکومته د کډوالو په برخه کې د یو ملي قانون د تصویب او د پناه غوښتنې د یو منظم سیستم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو د راپور په ټکو د کډوالو ماشومان ثبت او په ځانګړي ډول د افغان ماشومانو لپاره اوږدمهاله حل‌لارې برابرې کړي.

کمېټې دغه شان په پاکستان غږ کړی چې د بیرته نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي او د بې اسناده بهرنیو وګړو د اخراج پلان بیا وڅېړي ځکه دا تګلاره د ماشومانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی، په دوی کې داسې ماشومان هم ډیپورټ شوی چې کورنۍ یې په پاکستان کې پاتې دي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې عبدالله ازادي راډيو ته وویل، ۱۴ کلن اوښی یې تازه په پېښور بورډ بازار کې نیولی او له کورنۍ پرته یې افغانستان ته ستون کړی دی:

"زما یو اوښی چې ۱۴ کاله عمر لري، پلار، مور، ورونه او ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې پاتې دي، دا یې ځانته راشړلی دی، اوس دا دلته ډېرې ستونزې لري، کله د یو کور کې اوسیږي کله د بل په کور کې له سختو ستونزو سره مخ دی، ان د چا په کور کې په ډاډه زړه ډوډۍ نه شي خوړلای."

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبه د سلواغې ۲۰ مه د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي ۱۸ بې وزله ماشومان یې خپلو کورنیو ته وسپارل.

د تېر ۲۰۲۵ کال په مۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي د تورخم له لارې ستنېدونکي شاوخوا شل سلنه یې ماشومان دي چې ډیر یې له کورنیو پرته ستنول کیږي.

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګنل کېږي.

یو شمېر تازه ستانه شوي کډوال ماشومان غوښتنه کوي چې په کور دننه دې ورته د زده کړو زمینه برابره شي.

د لغمان ولایت د سرخکانو د کډوالو په لنډ مهالي پنډغالي کې میشت ۱۳ کلن نورالله چې څو میاشتې مخکې د خیبر پښتونخوا له هریپور کمپه په جبري ډول له خپلې کورنۍ سره ایستل شوی ازادي راډيو ته وویل:

" هلته مو ښوونځي پاتې شول، پولیسو په زوره راوویستلو، اوس دلته بې سرنوشته یو، له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته دلته ښوونځي جوړ کړي."

د کابل په پل چرخي سیمه کې میشته یوه افغانه کډواله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي او په وروستیو کې له پاکستانه له خپلې کورنۍ سره ستنه شوې وايي سخت ژمی تجربه کوي.

نوموړې وویل چې ماشومان یې ټوله ورځ په کوڅو کې پلاستیکونه راټولوي او دوی پرې خونې ګرموي.

"دلته ستونزې ډېرې زیاتي دي، نه برق شته نه اوبه شته، یخني ډېره زیاته ده، د سوخت لپاره هیڅ نه لرو، دا لس کلن زوی مې تمامه ورځ ګرځي پلاستیکونه راټولوي، د شپې یې بخاریو کې سوزوو، خو دود دومره ډېر وي چې مجبور شو بیرته کړکۍ خلاصې کړو، بیا خونه یخیږي، ټول ماشومان ناروغان شوي دي، سینه بغل او ذکام ناروغي لري. "

یو شمېر نور کډوال چې لا هم په پاکستان کې میشت دي د هغه هیواد له حکومته تمه لري چې لږ ترلږه د روان ژمي تر پایه ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

حاجي محمد نور چې په پېښور کې میشت دی ازادي راډيو ته یې وویل:

"موږ اوس یوازې د ژمي ستونزه لرو، چې دا ژمی تیر شي او پسرلی شي موږ خپله ځو، خو اوس د پاکستان له حکومت تمه لرو چې د ژمې تر اخره موږ ته صبر وکړي. "

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی خو په وروستیو کې دا لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې پاکستان په تېر ۲۰۲۵ کال کې له یونیم میلیون زیات کډوال افغانستان ته ایستلي دي.

د راپورونو له مخې په دې کې ډېری داسې هم شته چې ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی او هیڅکله یې افغانستان ته سفر هم نه دی کړی.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net