Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۲۰۲۵کال د فساد په نړیوال شاخص کې شاتګ کړی

0

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۵کال د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال شاخص نن سه شنبې د (فبروري لسمه) خپل کلنۍ راپور خپور کړی چې له مخې افغانستان د ۱۸۲هېوادونو تر منځ ۱۶۹ځای نیولی او د ۲۰۲۴کال پرتله یوه درجه په دغه جدول کې ښکته شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د اداري فساد پر ضد د مبارزې نړیوال شاخص د نړۍ په هېوادونو کې د فساد پر ضد مبارزه ښيۍ چې معلومات يې د ۱۳خپلواکو سرچینو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دغه شاخص کې صفر د مفسدو هېوادونو او سل له فساد څخه د پاکوو هېوادونو د مقیاس او اندازې لپاره کارول شوي دي.

د دغه سازمان د ۲۰۲۵کال د فساد پر ضد د مبارزې د نړیوال شاخص له مخې، دڼمارک د ۸۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر او سوډان د ۹ امیتازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په اخر کې ځای نیولی دی.

دغه نړیوال شاخص افغانستان ته ۱۶نمرې ورکړي چې د تیر۲۰۲۴کال پرتله افغانستان په جدول کې یو نمبر ښکته تللی دی.

دغه ښکته تلل د طالبانو په حکومت د فساد زیاتیدل ښيۍ.

افغانستان د فساد پر ضد مبارزه کې د ۱۸۲هېوادونو ترمنځ ۱۶۹ ځای نیولی دی.

د سیاسي چارو پوه او د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکی طارق فرهادي وايي، د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پرضد د مبارزې شاخص د هغوو معلوماتو پر بنسټ ټاکي چې یو هېواد يې د خپلې بودیجې او مصارفو په اړه وړاندې کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، "تر کله چې بودجه اعلان نشي د دې امکان نشته چې په شفافه توګه مصرف شي، دویمه مسله دا ده چې ایا د دغه ډول راپورونو خپریدل به پر طالبانو اغیز وکړي او کنه؟ ځواب نه دی، ډیر مهم کارونه دي چې طالبان يې باید وکړي، څو د خلکو د ژوند وضعیت ورسره ښه شي، څو افغانستان په رسیمت وپیژندل شي او له نړیوال بانک، ای ام اف، سویفټ او ورته نورو ځایونو څخه امتیازات ترلاسه کړي".

د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد مبارزې شاخص کې ترکمنستان له افغانستانه یو امتیاز لوړ دی.

بل پلو، شمالي کوریا، سوریه، یمن او لبیبا هغه هېوادونه دي چې له افغانستانه يې کم امتیازونه ترلاسه کړي دي.

د شفافیت د نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت ویاند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړي.

د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۵کال کې ډیر شمیر هېوادونه د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلي دي.

د راپور له مخې، د ۱۸۲هېوادونو له ډلې ۱۲۲ هېوادونو له ۵۰ کم امتیازونه ترلاسه کړي.

د راپور په ټکو، په هغوو هېوادونو کې چې دیموکراسي واکمنه ده د پخوا پرتله په کې د فساد کچه لوړه شوې، له هغې ډلې امریکا متحده ایالاتونو ۶۴، کاناډا ۷۵ نیوزیلند۸۱، بریټانیايي۷۰، فرانسې۶۶ او سویډن ۸۰ متیازونه ترلاسه کړي دي.

په دغه راپور کې په هېوادونو کې د فساد د کچې لوړیدل د لویو قدرتونو له خوا نړیوالو نورمونو او قوانینو ته نه پاملرنه، وسله والې نښتې او اقلیمي بدلونونه یاد شوي دي.

د راپور په ټکو، د فساد ضد مبارزه با اراده مشرانو او خپلواکو سازمانونو ته اړتیا لري څو په صادقانه توګه د عامه ګټو دفاع وکړي.

د راپور له مخې، په ډیر شمیر هېوادونو کې واکمن له امنیتي، سیاسي او جیوپولیټیک مسایلو بهانې، د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو، د څار سازمانونو له منځه وړلو او له خپلو واقعي ژمنو او د فساد پر وړاندې د کمزورې مبارزې په توګه کاروي.

د راپور په ټکو، دغه واکمن په حکومتونو کې شفافیت، خپلواکه څارنه او خلکو ته حساب ورکونه خپل اختیار ګڼي.

د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د ۲۰۲۵ د مبارزې شاخص وايي، "دا د حیرانتیا ځای نه دی چې دیموکراتیک هېوادونه د فساد پرضد مبارزه کې لوړ امتیازونه اخلي او غیر دیموکراتیک يې برعکس دي".

د دغه سازمان په ټکو، "په خپله خوښه هېوادونه لکه وینزویلا په دې درجه بندي کې ۱۰ امتیازونه او اذربایجان بیا ۳۰ امتیازونه ترلاسه کړي دي".






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net