Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

طالبانو د تکواندو روزونکې خدیجه احمد زاده له زندانه خوشې کړه

0

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې دتکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده. خبر زیاتوي چې نوموړې د ځايی محکمې د حکم پر اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه. خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه دهرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.

په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د محتسبینو لخوا د لوبغاړې او د تکواندو د روزونکې خدیجې احمدزاده له نیولو د یوې اوونۍ تر تېرېدو، اوس په افغانستان کې یو شمیر ښځینه ورزشکارانې وايي، دوی په دې هیواد کې د خپل وضعیت په اړه اندیښمنې دي.

له دې ډلې د پروان ولایت اوسېدونکې او د (ام ام اې) ښځینه لوبغاړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"له ورزش سره مینه لرم او هڅه کوم خپل تمرینات په کور کې په منظم ډول ترسره کړم، خو په هرات کې د طالبانو لخوا د خدیجې احمدزاده تر نیولو وروسته، زه ډېره اندېښمنه یم، چې داسې نه شي چې یوه ورځ ورته برخلیک سره مخ شم."

دا اندېښنې وروسته له هغه مطرح کېږي چې په هرات کې د تکواندو لوبغاړې او روزونکې خدیجه احمدزاده د جدي میاشتې په ۲۰مه د طالب ځواکونو لخوا ونیول شوه.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تایید کړې یې وه چې په هرات ښار کې د تکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمدزاده نیول شوې او محکمې ته معرفي شوې ده.

د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر بي بي سي ته ویلي چې خدیجې "د وزارت له شرعي مقرراتو سرغړونه کړې" او څو نور کسان هم نیول شوي او محاکمه به شي.

له ډېرو هڅو سره مو هم د خدیجې له کورنۍ سره اړیکه ونشوه، خو د ځینو راپورونو له مخې، هغې په هرات کې نجونو ته د تکواندو روزنه ورکوله او د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو لخوا د هرات په جبریل ښارګوټي کې نیول شوې ده.

د هرات د والي ویاند یوسف د دې راپور تر خپریدو د خدیجې احمدزاده د نیولو د دلیل او وضعیت په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو د دې ښځینه لوبغاړې د خوشې کولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

په دې په اړه نړیوالې اندیښنې هم مطرح شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم د خدیجې احمدزاده د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د ښځو د فعالیتونو د سیستماتیکې ځپنې د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو او بشري حقونو یو شمیر فعالانو هم په ښځو او نجونو، په ځانګړې توګه ښځینه لوبغاړو باندې د مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د دې ستونزې د حل لپاره مداخله وکړي.

له دې ډلې رقیه ساعي ازادي راډیو ته وویل:

"د طالبانو د رژیم تر واکمنۍ لاندې افغانستان د افغان ښځو لپاره پI یو زندان بدل شوی دی، ان ښځې په خپلو کورونو کې امن نه دي، د نړیوالې ټولنې چوپتیا واقعاً حیرانونکې ده، په دې وحشتناک وضعیت کې چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې ژوند کوي، له افغان ښځو د نړیوالې ټولنې د جدي او عملي ملاتړ غوښتونکي یو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو او ښځو د زده کړو، کار، تفریحي پارکونو او ورزشي لوبغالو ته پر تګ محدودیتونه لګولي، او د څلورو کلونو د زیاتې مودې په تېرېدو سره لا هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ښځو د ځپلو لپاره محدودیتي احکام صادر کړي او د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وزارته غواړي چې دا احکام په ټول افغانستان کې په ښځو پلي کړي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net