Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پاکستان کې افغان کډوال؛ د څښاک اوبه نه لرو، داکټر ته تللی نه شو، کار کولی نه شو، هر څه په موږ بند دي

0

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار خبرداری ورکړی چې پر تګ راتګ محدودیتونو د دوی ژوند له جدي مالي ناورینونو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ په ۲۰مه یې په ریلیف ویب پاڼه خپور کړی ویلي چې دغو محدودیتونو په پاکستان کې خدمتونو او معیشت ته د افغان کډوالو پر لاسرسي جدي اغېز کړی دی.

په راپور کې دا هم راغلي چې اسلام اباد، راولپندۍ او شا او خوا ښارونو لکه اټک کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو، نیولو او ایستلو موارد هم زیات شوي دي.

یو شمېر افغان کډوال هم وايي د نیولو او شړلو له ویرې ان له خپلو کورونو نه شي وتلی، او کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي.

دوی وايي په اوس وخت کې چې سخت ژمی دی افغانستان ته تګ ناممکن دی داسې مهال چې په خپل وطن کې د سر سیورې لا نه لري.

د پېښور په ښار کې د بورډ بازار یو افغان دوکاندار د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"دلته کار روزګار په ټپه ولاړ دی، ځکه خلک له کورونو نه شي راوتلی، پولیس په هر ځای کې ولاړ وي افغانان نیسي، ان کورونو ته ورځي، ښځینه پولیسې هم ورسره وي، نو دلته اوس مهال زموږ دوکانونه هم څوک نه اخلي، ان د مال پیسې نه راکوي، هلته په وطن کې وضعیت هغسې دی، هلته کور نه لرو، ژمی دی په خیمه کې ژوند نه کیږي ځکه موږ سره ماشومان دي."

یو شمېر نورو افغان کډوالو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې له ورته وضعیته شکایت کړی او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له دوی سره د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۱ لکه څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان په جبري ډول شړل شوي دي.

په راپور کې د افغان کډوالو له قوله راغلي دي چې په پلازمینه اسلام اباد، راولپینډۍ او شاوخوا سیمو کې له کورونو نه د کډوالو د ایستلو، د پولیسو د ځورولو، نیولو او شړلو پېښې په بې سارې ډول زیاتې شوي دي.

یو این ایچ سي ار ویلي دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالت کې د کډوالو په کمپونو کې د پوهنې، روغتیا، اوبو او نورو ټولنیزو خدمتونو اړوند اسانتیاوې اوس مهال سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوي چې دې کار په خیبر پښتونخوا کې د بشري مرستو د فعالیت چاپېریال په بنسټیز ډول بدل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو د خیبر پښتونخوا د کډوالو په بیلابیلو پنډغالو کې د اوبو، برښنا ، روغتیایې او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د بندیدو راپورونه ورکول شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو د سرتاسري شورا مسول بریالی میاخیل وايي، د کډوالو کمپونو ته هر ډول اسانتیاوې بندې شوي چې له امله یې افغانان ان د ککړو اوبو استعمال ته اړ شوي دي:

"ښوونځي یې تړلي دي، ماشومان په کوڅو کې بې سرنوشته ګرځي، اوبه یې بندي کړي دي، خلکو ته ډېر تکلیف دی، خلک ککړې اوبه څښي چې له امله یې ورته ناروغۍ پیدا کیږي، هلته له خلکو سره د لارې د کرایې توان نشته، په وطن کې سرپنا نه لري، طالبان هم ډېر پام نه کوي، نو دې ټولو مسایلو افغان کډوال له سخت وضعیت سره مخ کړي دي او خلک یې ذهني ناروغان کړي دي."

یو این ایچ سي ار هم ویلي چې دغه محدودیتونو د خلکو د عاید سرچینې ګډې وډې کړي او خبرداری یې ورکړی چې زیانمنې کورنۍ لا ژورې بې وزلۍ ته ټیل وهل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ډیپورټ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدړ خبر ورکړی وو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار هم د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې کړې او خبرداری یې ورکړی چې که مداخله ونه شي د افغان کورنیو مالي او بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net