Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د خوړو نړیوال پروګرام: سخت ژمي او د مرستو کمښت په افغانستان کې د لوږې بحران لا پراخ کړی

0

د خونړو نړیوال پروګرام،WFP وایي، په افغانستان کې د لوږې بحران له سخت ژمي او د مرستو له کمیدو سره لا سخت شوی.

سیمع الله چې له خپلې کورنۍ سره تیرکال له ایران څخه ایستل شوی او افغانستان ته استول شوی اوس د کابل په یوه څنډه کې په یوه خیمه کې ژوند کوي. دی وایي، په ډیره سختۍ سره خپلې کورنۍ ته یوه مړه ډوډۍ برابروي، ان داچې کله د وچې ډوډۍ د اخیستو وس هم نه لري.

" داسې وخت شوی چې دوه ورځې هم وږي پاتې شوې یو. ما یوازې ۷۵ سینټه درلودل او په دغو کمو پیسو مو د ماشومانو لپاره وچه ډودۍ اخیستې. ډوډۍ مو ماته کړې اوپردوی مو ویشلې. غټان د لوږې تاب راوړلی شي خو ماشومان نه."

د رویترز د راپورله مخې دا یوازې ۵۵ کلن سمیع الله ندی چې له خپلې کورنۍ سره له ګاونډي ایران څخه افغانستان ته استول شوی بلکې په تیریوه کال کې شاوخوا دونیم ملیونه افغانانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي چې اوس په دغه هیواد کې له یوه سخت حالت سره مخ دي.

سمیع الله وایي د دې هیله هم نشته چې وضعیت به یې ښه شي بلکې ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رویترز ته ویلي چې له هغو کډوالو سره چې نوي افغانستان ته ستانه شوي د امکان ترحده یعنې نورو ځایونو ته د هغوی د لیږد، روغتیا او خوراکي موادو په برخه کې مرسته شوې. خو نوموړي زیاته کړه چې دا ناممکنه ده چې په دې هیواد کې چې څلویښت کاله په جګړو کې ښکیل و، سمدستي بې وزلي له مينځه یووړل شي. د هغه په خبره اقتصادي پروګرامونه وخت نیسي او هغه د خلکو پرژوند سمدستي اغیزنشي کولای.

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، ایران او پاکستان په تیریوه کال کې شاوخوا دونیم ملیونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. د دې پروګرام د افغانستان د څانګې مشرجان علییف رویترز ته وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې سخت ژمی روان دی، کاري فرصتونه له مینځه تللي، دې هیواد ته د نویو ستنوشویو لړۍ نفوس لس سلنه زیات کړی دی. د نوموړي په خبره ډیرو دغو افغانانو په ایران او پاکستان کې کارونه کول اوګټلې پیسې یې بیرته افغانستان ته خپلو کورنیو ته لیږلې او زیاته یې کړه چې درې ملیونه نور کسان پرهغو ورزیات شوي چې له سختې لوږې سره مخ دي.

" دلته لوږه په خطرناک ډول په زیاتیدو ده. د نفوس دریمه برخه له لوږې سره مخ ده او د تیرکال پرتله درې ملیونه نورکسان پرې زیات شوي دي. وضعیت د تیرکال پرتله ډیرخراب شوی. هغه څه چې موږ یې وینو، د څو عواملو یوځای کیدل دي. په شمال کې وچکالي ده، خوارځواکي په چټکۍ په زیاتیدو ده او سږکال دونیم ملیونه کسان په جبري ډول افغانستان ته بیرته ستانه شوي دي. دا ټول عوامل سره یوځای شوي او د افغانستان بشري بحران یې لا سخت کړی دی."

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر زیاته کړه چې تیرکال په افغانستان کې خوارځواکي ډیره پراخه وه چې ساری یې ندی لیدل شوی او په خواشینۍ سره چې سږکال به هم د تیرپرتله وضعیت له دې هم خراب وي. د نوموړي په خبره اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به دوه لکه نورماشومان هم له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net