Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د بشري مرستو کمیدل او لوږه؛ پنځه میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

0

د خواړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که چیرته مرستې ترلاسه نه کړي ښايي هغه ماشومان او میندې ژوند وبایلي چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

د دې سازمان مشر فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې نژدې پنځه میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

بل پلو، د هېواد په بیلابیلو برخو کې کورنۍ د ماشومان او میندو له خوارځواکۍ کړیږي.

"دی زما غاړې ته لویدلی دی، بارتنګ، تورچای او په ګرمو اوبو يې مړوم، د شیدو د اخیستو وس نه لرو."...

د کندهار اوسیدنکې عایشه د خپل درې میاشتې ماشوم سره چې بلال نومیږي د میرویس نیکه په روغتون کې له ډیرې مودې راهیسې بستر ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل، " د فقر له کبله يې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی او د دې وس نه لري چې وچې شیدې ورته په پیسو واخلي".

د هغې په ټکو، "پلار يې په شاروالۍ کې دی، د میاشتې پنځه زره تنخوا اخلي، هغه په وړو ورکړو، که د دی په دوا يې ورکړو، دا اوس مو هم ورته یو خروار داو اخیستې چې دلته پرته ده، که پیسې پیدا کړې نوره هم ورته اخلو، کنه د الله رضا ته مو پریښی دی".

خو دا یوازې عایشته نه ده چې د خپل ماشوم له خوارځواکۍ کړیږي، د هرات ولایت په مرکزي روغتون کې ۲۴کلنه نجیبه د خپلې لور سره چې په خوارځواکۍ اخته ده بستري ده.

نجیبې فرانس پریس خبري اژانس سره خبرو کې وویل،" لور مې سینه بغل و چې دلته مو راوسته، ما په کافي اندازه خواړه ترلاسه کړي نه دي او هیڅ شیدې نه لرم چې لور مې مړه کړم".

نجیبه او لور يې دواړه له خوارځواکۍ کړیږي.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې افغانې میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي، خو تازه د خواړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلییف فرانس پریس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې په راتلونکو ۱۲میاشتو کې نژدې پنځه میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغه په ټکو، که چیرته دغو ماشومانو او میندو ته مرستې و نه رسیږي نو ښايي ډیر شمیر، خوارځواکۍ ځپلې ماشومان خپل ژوند وبایلي.

له وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو په ګډون د بې پولو ډاکټرانو سازمان او سره صلیب په ځلونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ له کبله د میندو او ماشومان د شمیر د زیاتیدو خبرداری ورکړی وو.

دغه سازمانونه ادعا کوي چې د بودیجې کمښت او د کافي مرسته نه ترلاسه کیدو له کبله نشي کولی ځوارځواکه میندو او ماشومان ته مرستې ورسوي.

نړیوالو ادارو او بنسټونو هر یو په جلا توګه د افغانستان خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په موخه د سلګونو میلیونو ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونو کسانو ته چې نژدې ۷ میلیونه یې ماشومان دي، د ژوند ژغورونکو مرستو او اساسي خدمتونو د برابرولو لپاره په بېړني ډول نژدې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

خو ایا د دومره اندازه د بودیجې غوښتنه په افغانستان کې له عیني واقعیتونو سره سر خوري؟

د سیاسي چارو شنونکی او په جرمني کې د بن پوهنتون استاد اسحاق اتمر يې په اړه وايي، "دا چې د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو د څومره بودیجې غوښتنه کړې دا جلا خبره ده، خو هغه شمیر چې دوی يې غوښتنه کوي ډیر لوړ دی، ځکه د دغو پيسو ډیره برخه د لوژستیک، معاشونو، ترانسپورت او ورته نورو لګښونو باندې ځي، خو دا ضرور ده چې افغان ماشومان له دې مرستو بې برخې نشي".

د امریکا په ګډون ډیر شمیر هېوادونه چې پخوا يې له افغانستان سره بشري مرستې کولی، خپلې مرستې له افغانستان سره یا بندې او یا هم کمې کړي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net