Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په ایران کې خونړي لاریونونه; افغان سوداګر وايي په مالونو بار لارۍ یې پر ځای ولاړې دي

0

یو شمېر افغان سوداګر وايي د ایران د وروستي وضعیت له امله یې سلګونه سوداګریز کانتینرونه د ایران په بیلابیلو بندرونو کې بند پاتې دي او هره ورځ له دې امله د کرایې او جریمې له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی دوشنبه د جنورۍ په ۱۲مه، راډیو ازادي ته وویل په صادراتو کې د افغانستان تازه میوې دي چې د ایران له لارې هند ته ځي او دغه راز په وارداتو کې بیلابیل صنعتي توکي او د فابریکو خام مواد دي. دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په ایران کې پیل شوي له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه لا هم روان دي.

نقیب الله قلندري چې له ایرانه د فابریکو د خامو موادو په ګډون د ټایرونو او موبلایلو واردونکی افغان سوداګر دی وايي په ایران کې د وروستيو اعتراضونو دوام د دې لامل شوی چې د دوی مالونه د ایران په بندرونو کې بند پاتې شي.

هغه دوشنبه د جنورۍ په ۱۲مه، راډیو ازادي ته وویل چې له دې امله هره ورځ ورته درانه مالي زیانونه اوړي.

“د همدغو اعتراضونو او جنجالونو له امله چې په ایران کې رامنځته شوي، زموږ مالونه په بندر عباس کې بند پاتې دي چې پکې ټایرونه او موبلایل بار دي، دغه د خامو موادو سلګونه کانټینر د امام خمیني په بندر کې ولاړ پاتې دي،بې له شکه زیانونه ډېر دي، ځکه پر مالونو د ډېمریج او جریمه راځي، شخصاً زموږ شاوخوا دوه سوه کانتینرونه بند پاتې دي او اندېښنه مو بې‌حده زیاته ده.“

د تازه میوې یو افغان سوداګر حاجي عبدالغفور چې دا مهال د افغانستان مڼې او انار د ایران له لارې هند ته صادروي هم ورته شکایت لري.

“که څه هم دا د ایران کورنۍ موضوع ده خو موږ ته یې هم ستونزې پیدا کړي دي زما ۱۳ سوداګریز موټر بند پاتې دي، د هر موټر لګښت شل زره ډالرو ته رسیږي، ما په څېر ګڼ نور سوداګر هم شته چې مالونه یې بند دي او که دا مالونه خرابیږي نو موږ ته به ډېر مالي زیانونه راورسیږي، زموږ په مالونو بار موترې د ایران له لوري درول شوي دي او له دې امله د سړو خونو، ترانسپورت او د موټرو د درولو لګښتونه پر موږ راځي. “

په ایران کې د دغه لاریونو له امله اوس مهال ټلیفوني او انټرنیټي شبکې هم غیر فعال شوي چې دې چارې هم د افغان سوداګرو په راکړه ورکړه منفي اغیز کړی دی.

حاجي بشیر چې له ایرانه تازه سبزې واردوي ازادي راډيو ته یې وویل چې د ټیلیفون او انټرنېټ د پرې کېدو له امله له څو ورځو راهیسې د خپلو مالونو د بارګیري په اړه هېڅ معلومات نه لري.

په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په ایران کې پیل شوي له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه لا هم روان دي.

دغه لاریونونو نه یوازې افغان سوداګر، بلکې هلته مېشت افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

همداراز، یو شمېر هغه افغانان چې د کورنۍ غړي یې په ایران کې اوسي، وایي چې له دې وضعیت څخه سخت اندېښمن دي او زیاتوي چې په ایران کې د انټرنېټ بشپړ پرې کېدل د دې لامل شوی چې له خپلو خپلوانو سره یې اړیکې پرې شي.

د ایران په بیلابیلو بندرونو کې داسې مهال افغان سوداګر د لاریونونو له امله د خپلو سوداګریزو مالونو د بند پاتې کیدو خبره کوي چې اوس مهال له پاکستان سره د افغانستان هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې دي.

او د دواړو هیوادونو ترمنځ نږدې درې میاشتې مخکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د رامنځته شویو نښتو له امله تړل شوې لارې لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net