تهران: له متحدو ایالتونو سره هم جګړې او هم خبرو اترو ته چمتودی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دی د تهران پر ضد د «ډېرو قوي انتخابونو» په اړه غور کوي، ایران وایي چې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو او یا جګړې دواړو ته چمتو دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت او تاوتریخوالي ډک ځپلو په ترڅ کې د سلګونو او ښايي د زرګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه ناوخته په ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ په ایران کې د بېلابېلو انتخابونو څېړنه کوي، څو د مظاهره کوونکو ملاتړ وکړي. دا خبرې د هغو نا تایید شویو راپورونو په ترڅ کې شوې چې وایي د دغو اعتراضونو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او د بشري حقونو ځینې ډلې وایي چې د وژل شویو شمېر ښايي له دې څو چنده زیات وي. دغه مرګ ژوبلې د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کې د مظاهرو پر ضد د سختو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې دي.
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن دوشنبې د ورځې په پیل کې وویل چې د ټرمپ او د امریکا د نورو چارواکو له پرله پسې ګواښونو وروسته، یې هیواد هم خبرو اترو او هم د جګړې لپاره چمتو دی. هغه په تهران کې د بهرنیو سفیرانو یوې غونډې ته، چې د دولتي تلویزیون له لارې خپرېده، وویل:"د ایران اسلامي جمهوریت جګړه نه غواړي، خو د جګړې لپاره بشپړ چمتو دی."
