Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو عدلیې وزارت: په کابل کې مو د ځینو بنسټونو او ټولنو دفترونه وتړل

0

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې په کابل کې یې د ځینو بنسټونو او ټولنو دفترونه تړلي دي. دې وزارت په یو بیان کې ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې یې په کابل کې د ۲۹ ټولنو، ۱۷ خیریه بنسټونو، یوې شورا او یو سازمان فعالیتونه اروزلي دي، خو د غیر قانوني فعالیت له امله د دوی له ډلې د یو سازمان، یوې شورا او درې ټولنو دفترونه تړلي دي. که څه هم په دې بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي، خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر په یوه مرکه کې په افغانستان کې پر خیریه ټولنو د مالي فساد له امله د فشار د راوستلو خبره کړې وه.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې په کابل کې یې د یو سازمان، یوې شورا او درې ټولنو دفترونه تړلي دي.

دې وزارت په یو بیان کې چې یکشنبه د جنورۍ په ۱۱مه یې پر فېسبوک پاڼه خپور کړی ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې یې په کابل د ۲۹ ټولنو، ۱۷ خیریه بنسټونو، یوې شورا او یو سازمان فعالیتونه اروزلي او د ناقانونه فعالیتونو له امله یې د ځینو دفترونه مهرلاک کړي دي.

د بیان له مخې د دې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د ریاست د څار کمېټې د ټولنو او خیریه بنسټونو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې خپل فعالیتونه د طالبانو د ادارې له اصولو او تګلارو سره سم پر مخ یوسي او د خپلو فعالیتونو راپورونه دوی ته وړاندې کړي.

که څه هم په بیان کې د تړل شویو بنسټونو او ټولنو په اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي او دا یې هم نه ده مشخصه کړې چې دا بنسټونه کورني دي که بهرني، خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر په یوه مرکه کې د مالي فساد له امله پر خیریه ټولنو د فشار د راوستلو خبره کړې وه.

نوموړي دا هم ویلي و چې ان د ځینو خیریه بنسټونو مسؤلین د دوی له اجازې پرته له خپلو بانکي حسابونو پیسې نه شي ویستلی.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغانان بیا وايي د بنسټونو او ټولنو د تړلو پر ځای باید حکومت د دوی کار ته یو مېکانیزم رامنځته کړي ځکه د دوی په خبره د دغه ټولنو له لارې سلګونه بې وزله کورنیو ته خیر رسېږي.

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي تازه ګل ازادي راډيو ته وویل: "حکومت دې د خیریه بنسټونو د بندېدو پر ځای د دوی لپاره د کار مېکانیزم رامنځته کړي ځکه همدا خیریه ټولنې دي چې سلګونه کورنیو سره مرستې کوي، یو څه ستونزې به دوی لري، هیله ده د هغه ستونزو د پای ته رسېدو لپاره ورسره کار وشي، خو که تړل کېږي فکر کوم له ګټې یې تاوان ډېر دی."

د پلازمېنې کابل یوه اوسېدونکي محمد حلیم ازادي راډيو ته وویل چې ورځ تر بلې بې وزلي او بې کاري زیاتېږي او دا چې د بهرنیو مؤسساتو مرستې هم پرې بندې شوې دي: "بې کارۍ زیاته ده، روزګار نشته، هره ورځ په کار پسې ساعتونه ساعتونه سرګردانه یو، خو کار نشته، همدا خیریه ټولنې او بهرنۍ مؤسسې وې چې یو څه مرسته یې کوله، خو اوس هغه هم نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واک وروسته د پراخه بې کارۍ او بې وزلۍ راپورونه ورکول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې ډسمبر په ۳۰مه خبرداری ورکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا په راپور کې ویل شوي و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې هم د طالبانو د عدلیې وزارت په افغانستان کې د درې خیریه ټولنو په ګډون د پنځه بېلابېلو بنسټونو دفترونه د دوی په خبره د ناقانونه فعالیتونو له امله تړلي و، خو د ځینو خیریه بنسټونو مسؤلینو طالبان له دوی سره په سیاسي چلند تورن کړي اوادعا یې کړې چې د طالبانو د عدلیې وزارت هڅه کوي چې د دوی فعالیتونه محدود کړي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net