Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

بې پولې ډاکټران؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ویره له رواني پلوه مرګونې پایلې لرلی شي

0

د بې پولې ډاکټرانو سازمان(ام، اس، اف) خبرداری ورکړی چې د ایستلو ویره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره مرګونې پایلې لري.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پراخ کمپاین د دې لامل ګرځېدلی چې دوی د روغتیایی خدمتونو ترلاسه کولو او د نیول کیدو خطر ترمنځ سرګردانه کړي.

مریم چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ژوند کوي، د پنجشنبې په ورځ «د جنوري په ۸ مه» یې ازادي راډیو ته وویل، زوی یې چې لوړه تبه او جدي روغتیايي ستونزې درلودې، اړه شوه چې بیرته یې کور ته بوځي او یوازې کورني یوناني درمل ورکړي:

"زوی مې ناروغ شوی و او روغتون ته مو انتقالوه چې په لاره کې زموږ موټر پولیسو ودراوه، ما چې هر څه عذر ورته وکړ چې ماشوم مې ناروغ دی له ډاکتره مې وخت اخیستی، وضعیت یې ښه نه دی، باید ژر یې ډاکتر ته بوځم، ویل تاسو صبر وکړئ چې ښځینه پولیسې راشي او حاجي کمپ ته مو بوځي، بالاخره یې رانه ۹۰ زره روپۍ وغوښتې چې بیا مې د ۴۰ زرو کلدارو په ورکړې ترې ځان وژغوره، خو ویل یې چې اجازه نشته چې تاسو بیاید کور ته ولاړ شئ."

یو بل افغان کډوال او د تېر جمهوري نظام پخواني پوځي چې یو ځل د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی او حاجي کمپ ته لیږدول شوی هم دی وايي، د افغانانو د نیولو عملیات شپه او ورځ په چټکۍ دوام لري.

ده چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

"یو ځل تر حاجي کمپ انتقال شوم، خو ډیپورت نه شوم، اګزټ پرمت (د ایستلو اجازه لیک) مې ۱۵ ورځو ته واخیسته، په ډېرو ستونزو مې ځان خلاص کړ، اوس هماغه ۱۵ ورځنی اګزټ پرمټ مې ختم شوی، ډېرو ستونزو سره مخ یم، ویزه نه لرو، شپه او ورځ عملیات دوام لري، پولیس کوڅه په کوڅه ګرځي، په اندېښنه کې یو."

دا افغان کډوال وايي، د دې لپاره چې د افغانستان تېر جمهوري نظام سره د کار کولو سابقه لري، دوی د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته له ستنېدو هم وېرېږي.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (ام، اس، اف) تازه ویلي چې د ایستلو ویره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره مرګونې پایلې لري.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ «د جنوري په ۷مه» په ریلیف پاڼه یو خپور کړي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو پراخ کمپاین دوی د روغتیایی خدمتونو ترلاسه کولو او د نیول کیدو خطر ترمنځ سرګردانه کړي.

په دې راپور کې په پاکستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان د ماموریت مشر شو ویبینګ په حواله ویل شوي، "افغان کورنۍ اړ دي چې د ایستلو په ویره کې د ژوند او هغه خطرونه چې دوی د بیرته ستندېو وروسته ورسره مخ دي، یو غوره کړي، پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ څوک په زوره خطر ته نه ستنول کېږي، امنیت، کرامت او انسانیت اختیاري انتخابونه نه دي."

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (ام، اس، اف) راپور کې د یوې پنځه میاشتنۍ افغان کډوالې ماشوم کیسه هم راغلې چې د د سازمان په یوه مرکز کې مړه شوې، او همدارنګه د پاکستان په بلوچستان کې د یوې افغانې جوړې ژوند، چې د کډوالۍ ننګونو او د پولیسو لخوا د نیول کیدو او ایستلو ویرې له امله په وخت روغتیایی مرکز ته نه شول رسېدلی، میرمنې یې په رکشا کې ماشوم زیږلی دی.

د بې پولې ډاکترانو سازمان زیاتوي چې د نیولو او بندې کېدو له ویرې ممکن ډیری کډوال روغتیایي مرکزونو ته مراجعه ونه شي کړی، هغه وېره چې د دې سازمان په ټکو، د روحي ټکانونو له امله د جنین د ضایع کېدو، بې درملنې ناروغیو او په دې هیواد کې د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله د روغتیایی خدمتونو څخه د ردېدو لامل کیدای شي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر راهیسې د افغان کډوالو ایستل د پام وړ زیات شوي دي، او دې بهیر د ژمي موسم پیلدو سره سم د افغان کډوالو وضعیت د پام وړ خراب کړی دی.

دا سازمان ټینګار کوي چې دا پالیسي ټول افغان وګړي مجبوروي چې په پاکستان کې د دوی د استوګنې حالت ته په پام سره، بیرته خپل هېواد ستانه شي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د زیان‌ منو ټولنو لپاره له سرپناه پرته ژمی مرګونی دی او سخته یخني د ناروغیو او مړینې کچه په پام وړ توګه لوړوي، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو ترمنځ چې د دې سازمان په وینا له خوارځواکۍ کړېږي.

د بې پولې ډاکټران سازمان مخکې تر دې هم د روان کال د جنورۍ په ۲مه په خپل راپور کې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ایستنې سخت ناورین رامنځته کړی او د هغې ټولنې کړاوونه یې لا ژور کړي چې له پخوا څخه هم زیان‌منه وه.

دې سازمان خبرداری ورکړی و چې سړه هوا د ناروغیو او مړینې کچه، په ځانګړي ډول د خوارځواکو ماشومانو ترمنځ، په شدید ډول زیاتوي. دغه ماشومان له دې امل چې د بدن د تودولو کافي وسایل ورته نشته، ډېر ژر د روغتیايي وضعیت له خرابوالي، د معافیتي سیستم له کمزورۍ او په تنفسي ناروغیو اخته کېدو سره مخ کېږي او د دې سازمان په وینا ان ساده ناروغۍ هم ورته مرګونې تمامېدای شي.

د دې سازمان په بل راپور کې چې د تېر میلادي کال د جولای په میاشت کې خپور شوی و، د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د بې پولې ډاکټرانو د ټیمونو له قوله ویل شوي وو چې د دې ایالت نارینه اوس د پولیسو له ځورونې او نیونې ډیر وېرېږي او کله چې د کورنۍ ښځینه غړي ناروغانې شي او روغتیايي مرکزونو ته یې اړتیا پیدا شي دوی باید یا د نارینه محرم د ساتنې دود مات کړي او یا هم خپلې روغتیايي ستونزې وزغمي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) هم د تېر میلادي کال د جولای په ۹مه په خپل راپور کې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بېلابیلو بنسټونو په څو ځلي له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي، خو پاکستان نه یوازې دا چې بهیر نه دی درولی، بلکې لا یې هم چټک کړی دی.

د پاکستان حکومت، د اکتوبر په یوولسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو او د طالبانو حکومت سره د اړیکو تر ترینګلتیا ورسته، ظاهراً په خپل هېواد کې په مېشتو افغانانو فشارونه د پام وړ زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲۴مه په یو راپور کې ویلي وو چې د دې کال په ترڅ کې له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر له یو میلیون کسانو اوښتی دی.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net