Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

په پاکستان کې افغانان: حکومت کمپونو ته د خدمتونو په قطع کولو سره راباندي سخت فشار راوستلی دی

0

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره، د خیبرپښتونخوا ایالت په بیلابیلو کمپونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، د حکومت له لوري پر دوی د اوبو پرې کېدو یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د خیبرپښتونخوا د صوابۍ په کمپ کې میشت یو افغان کډوال، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، دغه اقدام زرګونه کورنۍ اغیرمنې کړي دي.

نوموړي د چهارشنبه د دسمبر په ۳۱مه، له راډیو ازادي ته وویل:

"اوبه یې بندې کړي دي، او کله چې اوبه نه وي نو طبعا خلک له سختو ستونزو سره مخ کیږي، خلک اوس مهال په شخصي ډول د لمریزې برښنا او جرناتورونو نه په ګټنې اوبه پیدا کوي خو دولتي اوبه په بشپړ ډول بندې دي. "

د پېښور په زندۍ کمپ کې میشت یو بل افغان کډوال ظریف کاموال وايي د دوی د کمپ په ګډون په ټولو کمپونو کې دولتي ښوونځي تړل شوي او د دوی ماشومان د زده کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

" خیبرپښتونخوا په پورې اړوند په ټولو کمپونو کې دولتي ښوونځي تړل شوي دي، وسایل یې وړل شوي دي، یوازې د شمشتو کمپ خلکو یو څه مقاومت کړی او د ښوونځیو ځینې وسایل پاتې دي، خو په نورو کمپونو کې ټول وسایل وړل شوي او د ښوونځیو ماشومان اوس مهال په ځمکو درس وايي. "

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مسولین هم وايي چې په وروستیو کې د دی ایالت په ټولو کمپونو کې د اوبو او برښنا په ګډون افغان کډوالو ته بنسټیز او لومړني خدمتونه بند شوي دي.

د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل:

" په ټولو کمپونو کې یې اوبه بندي کړي دي، یو ځای کې هم اوبه نشته، برښنا بنده ده، ښوونځي هم همداسې درواخله، هر څه په کمپونو بند شوي دي. "

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په سر کې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د صوابۍ سیمه‌ییزو چارواکو د افغان کډوالو د دوو کمپونو اوسېدونکو ته ویلي چې باید د ډسمبر تر ۳۰ پورې دا کمپونه خالي کړي که نه د ډیسمبر په ۳۱ مه به د دوی په وړاندې عملیات پیل شي او دا کمپونه به د عملیاتو په ترڅ کې ونړول شي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ ډیری دا کمپونه د ۱۹۸۰مې لسیزې په پیل کې د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا پر افغانستان د یرغل پر مهال جوړ شوي او لا هم زرګونه افغان کډوال پکې ژوند کوي.

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو، این ، ایچ، سي، ار)د دغو کمپونو د تړل کېدو د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، هغه افغان کډوال چې له کلونو راهیسې په دې کمپونو کې ژوند کوي، اوس د دې پرېکړې د پایلو په اړه سخت اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د ډسمبر په ۲۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي وو، چې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانستان هېواد ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو شمېر له یو میلیونو کسانو اوښتی دی.

دغه کمشنرۍ دا هم ویلي وو چې افغانان په پاکستان کې له نامناسب خوندي چاپېریال سره مخ دي، چې پکې نیول، جبري اېستل، د اسنادو ضبط، او باج اخیستنه شامله ده.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net