Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

تحریک انصاف د وزیراعظم شهباز شریف د مذاکراتو وړاندیز رد کړ

0

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د وزيراعظم محمد شهباز شریف د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی.د پي ټي ای ویاند شیخ وقاص اکرم د ډېسېمبر پر ۲۳مه شپې مهال د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز سره په مرکه او تر هغې مخکې په بیان کې د شریف وړاندیز رد کړ او و یې ویل چې له حکومت سره مذاکرات نه کوي.

نوموړي وویل، پر دې موضوع یې د ګوند له عمومي سېکرټر سلمان اکرم راجا سره خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان له "حکومت سره له هر ډول تعامل" او خبرو څخه "منع" کړی دی.

اکرم دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې شهباز شریف پي ټي ای او نورو مخالفو ګوندونو ته د سیاسي ستونزو د هواري لپاره د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې غونډې پر مهال وویل، په تېرو میاشتو کې یې هم د پارلېمان او نورو غونډو له لارې مخالفو ګوندونو ته د خبرو بلنه ورکړې وه خو هغوی مثبت ځواب ور نه کړ.

شریف وویل، حکومت یې له هر هغه ګوند سره خبرو ته تیار دی چې قانوني او جایزې غوښتنې ولري او د هېواد سولې او ثبات ته د کار کولو اراده ولري.

نوموړي دعوه وکړه چې په وروستیو کې یې د پي ټي ای او د هغه ګوند د متحدانو له خوا یې مذاکراتو ته د تیارېدو نخښې لیدلې دي او حکومت غواړي چې د هېواد د پرمختیا لپاره سیاسي همغږي پیدا شي.

د شریف تر څرګندونو لږ ساعت وروسته د پخواني وزیراعظم عمران خان خور علیمې خان وویل، ورور یې چې هر ځل د احتجاج اعلان وکړي نو حکومت بیا ورته د خبرو وړاندیز کوي.

پي ټي ای د ډېسېمبر پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) د راولپېنډۍ اډیالې زندان مخې له خبریالانو سره د نوموړې د خبرو ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې د مذاکراتو وړاندیز یوازې "ډرامه او درواغ" دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله. د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.

د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د پي ټي اې په ګډون د بېلابېلو مخالفو ګوندونو اتحاد لا د شهباز شریف څرګندونو او د خبرو وړاندیز ته غبرګون نه دی ښوولی.

خو هغه اتحاد د ډېسېمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په ۱۳ نکاتي اعلامیه کې د خان د خوشې کولو، له افغانستان سره د لارو خلاصولو، د رسنیو د ازادۍ خوندي کولو او په سیاسي چارو کې د پوځ د مداخلې ختمولو غوښتنې کړې وې. پوځ تل ټینګار کوي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net