Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو زیاتوالی د چین ګټې او پانګونې له ګواښ سره مخامخ کوي

0

د اسلام‌ اباد او کابل ترمینځ په اړیکوکې د زیاتې شوې ترینګلتیا له امله د سیمې ستراقتصادي لوبغاړی چین له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

پیکینګ اندېښمن دی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بشپړې جګړې په صورت کې به په دواړو هیوادونو کې د چین د زیربنایي پروژو مخه ډب شي. چین په بل ګاونډ تاجکستان کې افغانستان پولې ته څیرمه سیمه کې پرچینایي کارګرانو وروستیو بریدونو هم اندیښمن کړی دی.

چین د امریکا په مشرۍ د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته افغانستان، په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو، د دې هیواد طبیعي زیرمو ته د لاسرسي او له سختدریځو ډلو د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره یوښه فرصت ګاڼه.

خو سره له دې چې پیکینګ له ۲۰۲۱ راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپل اقتصادي او سیاسي حضور پراخ کړی، د چین ګټې د کابل او پاکستان ترمنځ د زیاتیدونکو شخړو او په سیمه کې د چینایي کارکوونکو او پروژو پر ضد د بریدونو له امله له ګواښ سره مخ شوي دي.

د کارپوهانو په وينا، د پرمختګ له لارې افغانستان کې د ثبات ټینګښت او د اقتصادي همکارۍ له لارې له اسلام اباد سره د کابل د زړې تربګنۍ پای ته رسول د چین له مهمو هدفونو څخه دي چې تر اوسه پورې یې په ترلاسه کیدو کې پاتې راغلی.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د افغانستان او پاکستان د مطالعاتو رییس مروین واینباوم وایي: “ چین تمه درلوده اولري یې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په اړیکوکې ثبات رامنځ ته شي خو تراوسه پورې دا کار ندی شوی.”

'د چین پلانونو کې ګډوډي '

په اکتوبرمیاشت کې افغانستان او پاکستان پر یو بل پوځي بریدونه وکړل چې په لسګونو کسان پکې ووژل شول او پاکستان له افغانستان سره خپله پوله وتړله. دا د کلونو په اوږدو کې ترټولو لویه شخړه وه چې د یوې بشپړې جګړې د رامنځته کېدو وېره یې ډېره کړه.

اسلام ‌اباد تور لګوي چې کابل د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌ والې ډلې ته پناه ورکړې؛ هغه ډله چې په پاکستان کې یې مخ په زیاتیدونکو بریدونو ته مخه کړې.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اکتوبر د میاشتې له نیمایي څخه لنډ مهاله اوربند نافذ شوی خو بیاهم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو په بېلابېلو وختونو کې د تاوتریخوالي د ځینو پیښو راپورونه ورکړل شوي دي. د نومبرد میاشتې په وروستیو کې طالبانو تور ولګاوه چې پاکستان د افغانستان د خاورې دننه هوایي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې وژلي چې نهه یې ماشومان وو.

د واینباوم په باور، پیکینګ اندېښمن دی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه پراخه جګړه ښایي په دواړو هېوادونو کې د دې هېواد د زیربنایي پروژو مخه ونیسي.

هغه وویل: “دې وضعیت د چین پلانونه ګډوډ کړي دي، او داسې ښکاري چې دا هیواد نشي کولای چې د ښه والي لپاره یې هېڅ ډول اغېز یا فشار وکاروي.”

پاکستان د ۶۰ میلیارډ ډالرو په اندازه د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) کوربه دی، چې د یوه کمربند یوې لارې د نوښت یوه مهمه برخه ده، هغه ستره نړیواله زیربنایي پروژه چې پیکینګ یې پر مخ وړي. خو له دې سره سره، اسلام‌ اباد د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې چې د دې دهلیزعملي چارې پیل شوي، یوازې شاوخوا ۲۵ میلیارډ ډالر پانګونه ترلاسه کړې ده.

په زرګونو چینایي اتباع په پاکستان کې کار کوي، چیرې چې چارواکو د دوی د امنیت لپاره د پولیسو یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې، سلګونه امنیتي پوستې یې جوړې کړې، او د لویو پروژو شاوخوا یې ګڼ شمېرموانع او کټارې لګولي دي.

چین همدارنګه د طالبانو له حکومت سره چې د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی، د تیلو او منرالونو د استخراج تړونونه کړي دي. پیکینګ ژمنه کړې چې د CPEC پروژه افغانستان ته وغځوي، هغه هېواد ته چې چین یې د منځنۍ او جنوبي آسیا د نښلولو د یوې پله په توګه ګڼي.

پیکینګ هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدمهاله ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د دواړو ګاونډیانو ترمنځ اقتصادي همکاري زیاته کړي.

په ۲۰۲۲ کال کې چین د یوې لوړې کچې ډیپلوماتیکه کړۍ بېرته فعاله کړه څو د اسلام ‌اباد او کابل ترمنځ اقتصادي او امنیتي همکاري لا چټکه کړي. پیکینګ د طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د ناستو منځګړیتوب هم کړی او په اکتوبر کې د شخړو پر مهال یې له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې وه.

د خراسان د خاطراتو د ویب ‌پاڼې چې په افغانستان او پاکستان کې د یاغي ډلو فعالیتونه څاري، د خبرونو رییس احسان الله ټیپو محسود وایي، “چین ډېر اندېښمن دی، ځکه دا ترینګلتیاوې د دې هېواد ګټې نه یوازې په سیمه کې، بلکې په نړیواله کچه هم زیانمنوي.”

' د سختدریځو مرکز'

د چین له ګټو څخه یوه دا ده چې له افغانستان څخه تاوتریخوالی د دې هېواد پولې ته ور وانه وړي.

محسود وایي، چین دې ته اندیښنه لري چې که د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخه جګړه ونښلي ښايي وسله ‌والې ډلې، په ځانګړي توګه هغه چې د پیکینګ پر ضد جګړه کوي، د فعالیت لمنه پراخه کړي.

د محسود په باور “پیکینګ مخکې دا اندیښنه هم څرګنده کړې وه چې د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت د وسله‌ والو پریوه مرکز بدل نشي.”

غرنی بدخشان له پاکستان سره پوله لري او د افغانستان هغه یوازینی ځمکنی دهلیز دی چې د چین په شمال لویدیځ کې د شینجین سیمې سره نښلي.

د نومبر په ۲۷مه، له بدخشان څخه د ترسره شوي برید په ترڅ کې پنځه چینایي کارګرانو چې د تاجکستان په جنوب کې یې د چین - تاجیک د کان کیندنې په یوه ګډ شرکت کې کارکاوه، ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه سیمه کې پر چینایي کارګرانو برید کېږي. تېر کال هم د تاجکستان په جنوب سرحدي سیمه کې په یوه برید کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو. سرچینو هغه وخت ازادي راډیو ته ویلي وو چې بریدکوونکي له افغانستانه اوښتي وو.

په سیمه کې د اویغوري وسله والو شمېر ندی معلوم خو ویل کیږي زیات ندی او داهم نده څرګنده چې دوی په نورو هیوادونو کې له میشتواویغوریانو او د شینجین له سیمې سره څه ډول اړیکې لري.

د ۲۰۲۱ کال په پای کې طالبانو اویغوري ټبره وسله ‌وال له بدخشانه د افغانستان نورو سیمو ته ولیږدول چې ازادي راډیو یې هم هغه مهال راپور ورکړی و.

ویل کېدل چې دغه وسله وال به د ترکستان اسلامي ګوند (TIP) غړي وو، هغه سختدریځه ډله چې پیکینګ یې د شینجین د ګډوډیو مسؤله ګڼي او ورته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) وایي. ETIM د یوې پخوانۍ وسله ‌والې ډلې نوم دی چې د ډیرو کارپوهانو په باور نوره فعاله نه ده او پیکینګ یې اغیزې د خپلو سیاسي موخو لپاره لویې ښودلې وې.

پر چینایي کارګرانو تر وروستي برید وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ژمنه وکړه چې له تاجکستان سره به “د پولې امنیت پیاوړی کړي، ګډې څېړنې ترسره کړي، او په هره بڼه هر ډول همغږۍ کې به همکاري وکړي.”

خو دغو وژنو پیکینګ دې ته اړ کړی چې په تاجکستان کې افغانستان پولې ته څیرمه سیمو څخه خپل کارګران وباسي.

محسود وایي، “د چین لپاره خطرونه په زیاتېدو دي، خو داسې ښکاري چې دا هیواد بې وسه دی.”






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net