افغان سوداګر : له پاکستان سره دې لارې د تل لپاره پرانیستل شي
یو شمیر افغان سوداګر هیله لري چې له پاکستان سره لارې د تل لپاره پرانیستل شي او داسې نه شي چې کله پرانیسې وي، کله بندې وي.
افغان سوداګرو دا خبرې ازادي راډیو ته وروسته تر دې وکړې چې پرون پاکستان وویل چې د تورخم او سپین بولدک لارې به د ملګرو ملتو د مرستو د لیږد لپاره پرانیزي.
