اسراییل او حماس یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي
فلسطنیانو نن د غزې په خان یونس کې د خپلو وژل شویو عزیزانو ویر وکړ.دا کسان یوه ورځ مخکې د اسراییلي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.د خان یونس په کویتي روغتون کې ډاکټرانو وویل چې له دې برید وروسته دوی د پنځو فلسطنیانو جسدونه ترلاسه کړې دي چې دوه یې ماشومان دي.د اسراییل پوځ بیا ویلي دي چې په خان یونس کې یې د حماس ترهګر په نښه کړي دي.حماس د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پيژني.حماس د اسراییل برید له اوربند څخه سرغړونه وبلله او د اسراییل پوځ وویل چې دا حمله په رفح کې د چهارشنبې په سهار پر اسراییلي پوځیانو د شوي برید په ځواب کې شوې ده چې له امله یې پنځه اسراییلي سرتیرې ټپيان شول.
