Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2025

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د وچې او تازه مېوې د صادراتو ټولې ستونزې نه دي حل شوې

0

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوا له لارې نورو هیوادونو ته د افغانستان د وچې او تازه میوې د صادراتو د اقدام هرکلی کوي خو وايي، دا د تازه مېوې د صادراتو ستونزه په بشپړه توګه نشي حلولای.

خو د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي رادیو سره په خبرو کې، بیا د وچې میوې د صادراتو په برخه کې دا اقدام ګټور وباله.

د افغانستان د وچې میوې د صادراتو ټولنه وايي، دوی هیله من دي چې دا پرېکړه ژر عملي شي.

داسې مهال چې له نېږدې میاشت راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ تړلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوا له لارې نورو هیوادونو ته د افغانستان د وچې او تازه میوې د صادراتو هرکلی کوي خو وايي، دا اقدام د تازه میوې د صاداراتو ستونزه په بشپړه توګه نشي حلولای.

خو د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي پنجشنبه د نومبر شپږمه ازادي رادیو سره په خبرو کې په ځانګړي ډول د وچې میوې د صادراتو په برخه کې بیا دا اقدام ګټور وباله:

"دا یو ښه اقدام دی، خصوصاً د وچو میوو په برخه کې به یو څه سهولت وي، که څه هم ځینو توکو برخه کې به ستونزې وي لکه ممیز او ان بادام خو یوازې په ځنغوزیو، پستې، زعفران، هینګه ته واره کوي، تازه میوه که په یو ډالر یو کیلو انار انتقال شي نو هغه شان چې باید ګټه وکړي نه یې شي کولای، په هر صورت بعضې اموال په تازه میوو کې هم کیدای شي ګټه وکړي."

نوموړی له خصوصي سکتور هم غواړي چې سیالي وکړي، کارګو الوتکې پیدا او په نرخونو کې نور هم کموالی راولي.

په ورته وخت د افغانستان د وچې میوې د صادراتو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني هم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی هیله من دي چې دا پرېکړه ژر عملي شي:

"داسې مهال چې پاکستان سره زمونږ ټولې لارې ټړلې دي، دا د صادرونکو او کروندګرو لپاره یو ډیر ښه تصمیم دی، مونږ هیله من یو چې دا ژر عملي شي."

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نومبر په پنځمه په یوې اعلامیه کې ویلي، د نومبر په څلورمه د دوی په تازه غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې چې له دې ورسته به فی کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یوه ډالر او فی کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سینټه انتقالوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د اریانا شرکت لپاره خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ومني او اریانا افغان هوايي شرکت ته هم لارښوونه شوې چې یوه کارګو یا باروړونکې الوتکه وپیري.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بلخ والي محمد یوسف وفا تازه ازبکستان ته په خپل سفر کې د هغه هیواد د سرخان دریا له والي سره هوکړې کړي چې د افغانستان تازه میوې او سبزي به هغه هیواد ته صادرېږي او بیا له هغه ځایه د هوايی دهلیزونو له لارې چین، روسیې او هندوستان ته لېږدول کېږي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي اژانس چهارشنبه د نومبر پنځمه په خپل ایکس پاڼه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، د سرخان دریا والي چمتوالی ښودلی چې د امکان په صورت کې به د افغانستان د نورو سوداګریزو توکو پیرلو او یا د ګډو صادراتو په برخه کې هم همکاري وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې سوداګریزې لارې د اکتوبر له یولسمې راهیسې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو تر منځ د اړیکو تر ترینګلتیا ورسته تړلې دي چې له امله یې افغان سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د دوی له ډلې د تازه میوې یو سوداګر احمد سمیر ازادي راډیو ته وویل:

"شا او خوا دوه سوه کانټینره په کې یوازې انګور وو، ټول خرابه شول او بېرته راوګرځېدل، تقریبا دوه ورځې کېږي چې راستنېدل بېرته پیل شوي."

مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، چې افغان سوداګر له دې امله تقریبا پنځوس سلنه زیانمن شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د نومبر په لومړۍ نېټه جیو نیوز پاکستاني تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو، د خبرو تر بشپړېدو به افغانستان سره د سوداګرۍ په ګډون ټولې چارې ځنډول شوې وي.

نن د ترکی استامبول ښار یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ پلاوي د خبرو کوربه دی او د دواړو حکومتونو تر منځ د ستونزو د هواري په موخه بحثونه کېږي.

مخکې دوه دورې خبرې لومړۍ دور د قطر په پلازمینه دوحه او دوهم دور هم د ترکیې په استامبول کې شوې وې، چې د لارو له خلاصون سره یې هیڅ ډول مرسته ونه کړه او له امله یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري په تپه درېدلې ده.

مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، چې پاکستان سره د دغه هیواد سوداګري شپیته سلنه راکمه شوې ده.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net