Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2025

قطر: د غزې لپاره د ولسمشرټرمپ د سولې د پلان پرجزیاتو نورو خبرو ته اړتیا ده

0

قطر وایي، اړتیا ده چې د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان پرجزیاتو نورې خبرې وشي. د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مهم منځګړي، قطر له دغو څرګندونو داسې بریښي چې د غزې لپاره د ټرمپ د شلو مادو د پلان له متن سره عربي هیوادونه جوړندي. سپینې ماڼۍ دغه پلان وروسته له هغې په ډاګه کړچې ولسمشرټرمپ او د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړچې دوی پردغه پلان سلا شوي دي.

د عربي هیوادونو درې چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپورکې واخیستل شي اسوشیتید پرس آژانس ته ویلي چې په هغه اصلي متن کې چې عربي او نورو اسلامي هیوادونو پرې له ټرمپ سره کارکړی و، پکې د اسراییل په ګټه بدلونونه راوستل شوي دي. د راپورله مخې دغه چارواکي په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د ښکیلو سیمه ییزو قدرتونو په حکومتونو پورې تړلي چې د پردې ترشاه د روانې ډیپلوماسۍ په اړه خبرې کوي. د راپورله مخې داچې ولې عربي هیوادونه ناراضه دي، په دې اړه نورجزیات ندي خپاره شوي خو په ټوله کې دوی د دغه پلان ملاتړکړی دی. قطر په داسې حال کې د ټرمپ د سولې د پلان پرجزیاتو د نورو بحثونو خبره کوي چې ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې حماس یوازې درې یا څلور ورځې وخت لري چې دغه پلان ته ځواب ووایي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې عرب منځګړي او د ترکیې چارواکي د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس له استازیو سره د دغه پلان په اړه خبرې کوي. تراوسه نده څرګنده چې ایا دې خبرو کومه نتیجه ورکړې او کنه؟

د دغه پلان له مخې حماس باید ټول پاتې یرغمل آزاد کړي، پرغزې له خپلې واکمنۍ لاس واخلي او بې وسلې شي چې په بدل کې به یې د اسراییل له زندانونو فلسطیني بندیان خوشې کیږي او په غزه کې به جګړه پای ته رسول کیږي. دغه پلان همدارنګه غزې ته د بشري مرستو د رسیدو او د احتمالي بیارغونې مسله یې تضمینوي. خو هغه د فلسطیني دولت د رامنځ ته کیدو لپاره کومه لاره نه ټاکي. دغه پلان د غزې د راتلونکې لپاره د « سولې بورډ» په نوم د یوه میکانیزم د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي چې مشري به یې د ولسمشرټرمپ او د بریتانیا د پخواني صدراعظم توني بلیر په غاړه وي او د نړیوالو ترڅارنې لاندې به د غزې او له دوه ملیونه د زیاتو اوسیدونکو چارې سمبالوي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن ابراهیم الثاني وویل، د امریکا د ولسمشر د شلو مادو پلان د ده په ټکو اصول ټاکي چې جزیات یې او داچې هغه په څه ډول عملي شي، نورو بحثونو ته اړتیا لري. نوموړي چې له الجزیره ټلویزیون سره خبرې کولې د دې موضوع چې اسراییلي ځواکونه په څه ډول له غزې ووځي یادونه وکړه او ویې ویل چې دا موضوع وضاحت ته اړتیا لري.

د دغه پلان د متن له مخې اسراییلي ځواکونه به هله له غزې ووځي چې نړیوال امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شي. د غزې لپاره د سولې د پلان په متن کې د دې یادونه هم شوې چې اسراییل به د غزې شاوخوا سیمو کنټرول په لاس کې لري.

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د سولې پلان داسې مهال وړاندې کوي چې په سیمه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د روغتیایي چارواکو په وینا له ۶۶ زره زیات کسان وژل شوي او نږدې ۱۷۰ زره نور ټپیان شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت که څه هم د وژل شویو ملکیانو او وسله والو توپیرنه کوي خو وایي چې د وژل شویو کسانو نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.

پرغزې د اسراییل بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نیټه حماس د اسراییل پرجنوب پراخ برید وکړچې په نتیجه کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او دونیم سوه نوریې یرغمل کړل. ډیری یرغمل د اوربند د مخکینیو موافقو له مخې خوشې شوي خو په لسګونو نور تراوسه له حماس سره یرغمل دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net