وسله والو د اوکرایین د پارلمان پخوانی مشر په ډزو وژلی دی
د اوکرایین د پارلمان پخوانی مشر اندري پاروبي د اوکرایین په لویدیز لویف ښار کې په ډزو وژل شوی.د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن شنبې د اندري وژل کیدل تایید او دغه پېښه يې "وحشتناکه وژنه"بللې ده.ناپیژنده وسله والو پر غرمه مهال پر اندري ډزې وکړي او له سیمې وتښیدل.اندري پاروبي چې ۱۵کاله مخکې د اوکرایین د پارلمان مشر و، د اوکرایین یو له مهمو سیاستوالو شمیرل کیږي.ولسمشر زلنسکي ژمنه کړې چې د هغه د وژنې په اړه به څیړنې کوي.
