Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2025

چارواکي وايي پنجاب کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي

0

چارواکي وايي، په پنجاب کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي، خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي او په درو سیندونو کې د اوبو کچه خورا لوړه شوې ده.د پنجاب حکومت لوړپوړې یا سینییر وزیرې مریم اورنګزېب د اګست پر ۲۸مه په لاهور کې پر راوي سیند د شاهدرې له پله سره نېږدې له صوبايي وزیرانو او چارواکو سره یوځای خبري غونډې ته وویل، هغه کسان د صوبې په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.

هغې د صوبې په راوي، ستلج او چناب کې سېلاب "بېساری" وباله خو ټینګار یې وکړ چې ملکي ادارو او د پوځ سرتېرو د خلکو د ژغورلو او ورسره د مرستو هڅو ته دوام ورکړی دی.

اورنګزېب وویل، صوبايي حکومت له سیندونو سره نېږدې پراته څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ کسان او شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ څاروي خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) "تر ۶۰۰ زیاتې کښتۍ" له سېلاب ځپلو سیمو څخه د خلکو خوندي ځایونو ته د لېږد بهیر ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست پر ۲۸مه پر ووبپاڼه لیکلي دي چې د اګست له لومړۍ څخه تر ۲۷مې پورې د ورښتونو پر مهال پېښو او سېلابونو په ټول هېواد کې ۵۱۰ کسان وژلي او ۴۰۷ یې ژوبل کړي دي.

یاده اداره وايي، له هغو څخه یې ۴۱۳ تنه د خیبر پښتونخوا، ۳۲ د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان، ۲۹ د سیند، ۲۵ د اسلام اباد تر واک لاندې د کشمیر، اووه د پنجاب او څلور د بلوچستان اوسېدونکي ول.

اېن ډی اېم اې وايي، له دې سره سږ کال د جون له وروستۍ اونۍ راهیسې تر اوسه د بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو ټول شمېر تر ۸۰۰ لوړ شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتي او نشریاتي چارو وزیر عطا الله تارړ وايي، وزیراعظم شهباز شریف اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پنجاب په سېلاب ځپلو سیمو کې دې د خلکو د ژغورنې او ورسره د مرستو چارې ګړندۍ کړي.

نوموړي د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د اېن ډي اېم اې له مشر انعام حیدر ملک او د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له مشر جنرال احمد شریف چودري سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د پنجاب په درو سیندونو ستلج، چناب او راوي کې د اوبو سطح خورا لوړه شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۲۸مه د پنجاب له اعلاوزیرې مریم نواز سره یو ځای د اغېزمنو سیمو سفر کړی دی.

تر پنجاب مخکې، د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل. داراز، د اګست پر ۲۳مه ماخوستن مهال په ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني بارانونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۴۶ ژوبل شول.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) او اېن ډي اېم اې وايي، په خیبر پښتونخوا کې وروستیو سېلابونو ۴۱۳ تنه وژلي او لسګونه یې ژوبل کړي دي.

پي ډي اېم اې وايي، په وژل شویو کې تر ۲۰۰ زیات د بونېر اوسېدونکي ول.

اداره وايي، ورښتونو او سېلابونو په صوبه کې څه باندې ۱،۶۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net