سیلابونو په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه کړي دي
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکي وايي، د شدیدو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له کبله په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه او یو تنه ټپي شوی دی.
د دغې ادارې په ټکو، سیلابونو په زرهاوو کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو مسول محمد یوسف حمد وايي، دغه سیلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې راوتي، خو دا یادونه يې نه ده کړې چې ډیر زیان د کوم ولایت اوسیدنکو ته رسیدلی دی.
د سیلابونو له کبله دا زیانمونه په داسې حال کې دي چې د همدې میاشتې په پیل کې په جوزجان، لغمان، کنر او خوست ولایتونو کې سیلابونو پنځه کسان مړه کړي وو.
ملګرو ملتونو په افغانستان ناڅاپي سیلابونه د اقلیمي بدلون نښې بللي او له نړیوالو يې د اړمنو خلکو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.
