Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2025

د پاکستان نمبر پلیټ بار وړونکو موټرو چلوونکي: پاکستان د ورتګ اجازه نه راکوي

0

په داسې حال کې چې د روانې اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو د سوداګریزو موټرو چلونکو او مرستیالانو ( کلینرانو) ته یې د ویزو درلودل لازمې شوي، یو شمېر دوی شکایت کوي، دا چې موټرې یې پاکستاني نمبر پلیټ لري د پاکستان سفارت وزیره نه ورکوي.

دوی وايي له همدې امله لسګونه لارې په تورخم کې افغانستان غاړې ته بندې پاتې دي.

یو موټر چلونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل دې چارې سخت اندېښمن کړي دي.

ده زیاته کړه:

"چې موټر پاکستانی وي، او موټر چلونکې یې افغان وي ویزه نه ورکوي، زما موټر د کراچۍ نمبر پلیټ لري، د ویزو اخیستل ډېر سخت شوي دي، خو موږ یې ته یې بیخي راکوي نه، دلته مو شل شپې وشوې چې ولاړ یو."

یو بل موټر چلوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي یکشنبه د اګست په لسمه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ډېر شمېر افغانان پاکستاني موټرې لرو، خو دوی موږ ته د اوختلو لپاره ویزه نه راکوي، دا څو شپې وشوې چې ولاړ یو او هیڅ څوک مو غم نه کوي."

دوی ادعا کوي چې د پکستان حکومت له خوا ورته ویل شوي چې خپلې موټرې په پاکستان کې وپلوري او نور افغاني نمبر پلیټ لرونکې موټرې دې واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ستونزه ومنله.

د تورخم بلې غاړې ته د ازاد قبایل د ترانسپورتي شرکت مسولینو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل که څه هم پاکستاني چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د دې شرکت مشر اقبال خان ازادي راډيو ته وویل:

"دوی وايي چې هوکړه داسې شوې ده چې پاکستاني موټر چلوونکې به له افغانستانه ویزه اخلي او افغان موټر چلوونکې به له پاکستانه خو ستونزه اوس داده چې په سلو کې ۹۰ یا ۹۵ موټر چلونکي افغانان دي او موټرې یې پاکستانی نمبر پلیټ لري چې پاکستان دوی ته ویزه نه ورکوي نو دا یوه لویه ستونزه ده چې اوس مهال موټر چلوونکي ورسره مخ دي."

که څه هم د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو په تورخم کې یو شمېر طالب سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په دې ښارګوټي کې له درې تر څلور سوه تشې لارې ولاړې دي چې پاکستانی لوری یې چلوونکو او مرستیالانو ته ویزې نه ورکوي.

دغه سرچینو ازادي راډيو دا هم وویل چې دا ستونزه دوی خپل د ترانسپورت وزارت سره شریکه کړې تر څو په لوړه کچه په دې ستونزه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د دواړو خواوو د سوداګریزو موټرو چلونکو او مرستیالانو ( کلینرانو) ته د ویزو د ویزې درلودل حتمي کړل.

مخکې له دې دوی له ویزې او پاسپورت پرته خپلو موټرو ته د (ټاډ ) په پر بنسټ تګ راتګ کاوه.

که څه هم د تېرې جون په ۲۰ مه په افغانستان کې د پاکستان سفارت په خپله ایکس پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي وو چې، افغان موټر چلونکو او ټرانسپورټرانو ته د سلو ډالرو په بدل کې یو کلنه ویزه ورکوي، چې څو ځلي پرې تک، راتګ کولی شي، خو یو شمېر موټر چلونکو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې د ویزو په اخیستلو کې له سختو ستونزو سره مخ ډی او باید دا تګ راتګ د پخوا په څېر د ټاډ په سند پیل شي.

د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ، د ترانسپورت او ترانزیت موضوع تل له ستونزو سره مخ وي چې له امله یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداکري یې هم زیانمه شوې ده.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net